کانکور ـ کوم پوهنتون او کومه څانګه انتخاب کړو؟

بریال حبیبي

840

((۱۳۹۳ل کال وو او زه د کندهار پوهنتون محصل وم؛ یوه ورځ چې د پوهنتون تر دروازې پورې ور رسېدم، امنیتي ساتونکو یو سپین ږیری او ورسره یو نوي ځوان ته پوهنتون ته د داخلېدلو اجازه نه ورکوله؛
سپین ږیری دری ژبی وو او ساتونکو که له یوې خوا په پښتو ژبه خبرې کولې، نو له بلې خوا یې ممکن لومړنی ځل وو، چې له دغسې حالت سره دې مخېږي.
د پوهنتون دروازه کې معمولا د دورې پیل کې د محصلانو شمېر زیات وي، سپین ږیري له محصلانو نه مرسته وغوښته؛ زما په ګډون څو شېبو کې پرې د پوهنتون شل ـ دېرش کسه محصلان راوګرځېدل او ساتونکي یې قانع کړل، چې سپین ږیری او زوی یې د پوهنتون انګړ ته پرېږدي.
سپین ږیري ویل:
له کابل ولایت نه راغلي یو؛ راسره ځوان مې زوی دی، له ښوونځي نه فارغ شوی؛ څرنګه چې د کانکور ازموینه کې ګډون کوي، نو وېل یې:
چې ښه دی، په کانکور ازموینه کې تر ګډون وړاندې یو ځلې هغو پوهنتونونو ته ورشي، چې غواړي کومه تحصیلي څانګه پکښې انتخاب کړي.))
خدای شته، د پلار او زوی په دې تصمیم له زړه خوښ شوم او په ذهن کې راوګرځېدل، چې ای کاش!
زموږ د کلیوالي سیمو ټولو زده کوونکو هم دا رنګه پوهنتونونه او څانګې انتخابې کړې وای.
((یوه ورځ دفتر کې وم، یو محصل راغی، له جوړ پخیر وروسته یې داسې حالت کې چې سترګې یې له اوښکو نه ډکې وې، ویې ویل:
زه تبدیلي غواړم…!
ورته ومې ویل:
ولې؟
ویې ویل:
په تدریس نه پوهېږم، ځینې محصلان مې په درېشي و… پورې خاندي او ځینې نور خو آن د کفر فتواوې راباندې کوي…!))
همداسې چې کله مې زابل پوهنتون کې دنده لرله، یو محصل دفتر ته راننه ووت؛ سلام یې وکړ، له څېرې او په سمدستي جوړ پخیر کې پوه شوم چې په پښتو ژبه نه پوهېږي، په دری ورسره په خبرو شوم؛
ویې ویل:
دغه فورمه (د جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې فورمه) به راته ډکه نه کړې؟
ترې راوامې خیسته او په ډکولو مې یې پیل وکړ؛ ځکه فورمه په پښتو وه او را بریالی شوی محصل آن په پښتو ژبه جوړ پخیر او یوه ساده فورمه نه شوای ډکولای.
ستونزه به د محصل وه یا نه؛ خو یو اړخ یې په پوهنتون پورې ځکه اړه لرله، چې وزارت بیا بیا په پښتو او دری ـ دواړو ژبو د ټولو سندونو، فارمټونو او زده کړه ییزو توکو لارښوونې کړې وې او لکه چې په قوانینو کې په صراحت سره بیان شوي، د داسې دندو کارکوونکي هم باید په یادو دواړو ژبو وپوهېږي.
ځینې نورې خبرې چې هماغه مهال مې ذهن ته راغللې، داسې وې:
۱- دغه محصل به ښه زده کړه وکړلای شي؟
۲- له استادانو او محصلینو سره به یې اړیکې او افهام و تفهیم څنګه وي؟
۳- محصل د بدخشان ولایت وو؛ که چېرته یې بدخشن او یا بدخشان ته نږدې ولایتونو نه کوم ولایت کې پوهنتون ټاکلی وای، پورتنۍ ستونزې به یې حلې شوې نه وې؟
۴- که چېرته ده له بدخشان نه تر زابل پورې د تګ راتګ پیسې په بدخشان او یا ورسره نږدې کوم بل ولایت کې له پوهنتوني زده کړو سره سره د نورو په مهارتونو په زده کړه لګولې وای، ښه پایله به یې نه وای لرلې او… .
کانکور ازموینه زموږ و ستاسو په هېواد کې د ښوونځي او پوهنتون ترمېنځ د یوه پله حیثیت لري؛ که بریالی شوې، پوهنتون لوستلای شې او که خدای مه کړه، پاتې کېږې د بل کال لپاره به چمتووالی نیسې.
یاد چمتووالی لکه چې ښکاري، د وخت، پیسو او… یو ډول ضیاع بلله کېدلای شي؛ نو ځکه به غوره دا وي چې د ځان، کورنۍ، چاپېریال او… داسې مطالعه و کتنه وشي، چې د بریالیتوب سلنه مو لوړه؛ د پوهنتون دوره مو هوسا، خو له لاسته راوړنو ډکه او له فراغت وروسته هم هغو هدفونو ته ورسېږئ چې له پوهنتون لوستلو وړاندې مو د ځان لپاره ټاکلي او یا کورنۍ و ټولنه یې رانه توقع لري.
په لاندې ډول څو سپارښتنې، وړاندیزونه او ستونزې لولو:
۱ـ اروا پوهان پر دې باور دي، چې هر انسان له خپلو مېندو او پلرونو نه نهه ډوله استعدادونه په میراث وړي او یوه یا دوو ته یې په بشپړ ډول وده او انکشاف ورکوي؛
دوی زیاتوي:
((د اروا پوهنې د علم یوه ستره او په زړه پورې ګټه داده چې د انساني افرادو د ذهني اختلافاتو، علایقو او ذوق مطابق د زده کوونکو او ځوانانو لپاره د آینده ژوند جهت او کړنلاره پېشبیني کوي، کوم چې هر زده کوونکی د خپل قدرت او علاقې وړ څانګې ته معرفي شي تر څو په ټولنیز ژوند کې هر فرد ته مناسب کار او دنده ورکړل شي هغه چې د دوی ایډیالي غوښتنه وي.
ذوق او علاقه د تجاربو په نتیجه کښې کوم چې نتایج یې د انساني فرد له رضایت سره ملګري وي، وده او پرمختګ مومي… ذوق او علاقه په واقع کښې د ځان پېژندنې یوه مشخصه علامه ګڼل کېږي، کوم چې د هغې له مخې انسان د خپل راتلونکي ژوند جهت او د زده کړې رشته انتخاب او ټاکلی شي…. .))(۱)
نو ځکه د ارواپوهنې لارښوونو ته په کتو هڅه وکړئ، داسې څانګه انتخاب کړئ، چې ستاسو د ذوق او علاقې وړ وي؛ معمولاً زموږ هېواد کې د زده کوونکي ذوق او علاقې ته دومره نه کتل کېږي او والدین د خپلې خوښې څانګه پرې لولي؛ خو که زده کوونکي او والدین سره کښېني او بحث ځله وکړي، ښې پایلې ته رسېدلی شي.
۲ـ که ځیر شو، نو په تېرو څو کلونو کې د فرهنګونو تبادله د پوهنتونونو یو له هغو لویو لاسته راوړنو نه ګڼله کېږي؛ خو ځینې داسې ولایتونه شته، چې په هغوی کې یا پوهنتونونه نوي جوړ شوي او یا پوهنتونونو لکه څرنګه چې لازم برېښي، هغومره ډېر یې فرهنګي اغېز نه دی لرلی او لا هم د هماغو ولایتونو محصلان او اوسېدونکي د نورو سیمو محصلان نفي کوي؛ نو وړاندیز دا کېږي چې د کوم ولایت او یا پوهنتون تر انتخاب وړاندې دې د هماغه ولایت خلک، پوهنتون، څانګه او… مطالعه شي.
۳ـ که څه هم مخکنیو وختونو کې د لوړو زده کړو وزارت لارښوونه کړې وه، چې پوهنتونونه باید په دری و پښتو ـ دواړو ژبو ورپورې اړوند ټول فارمټونه، سندونه، زده کړه ییز توکي او… ولري؛ خو ډېریو پوهنتونونو کې لا هم دا کار نه دی شوی او جدیدالشمول محصلان له ستونزو سره مخ کوي؛ نو ښه به دا وي، چې داسې پوهنتون و څانګه انتخاب کړئ، چې له دغې ستونزې ونه کړېږئ.
۴ـ که امکان ولري، د پوهنتون او څانګې تر انتخاب وړاندې د هماغه پوهنتون د هر ډول مادي او معنوي سرچینو په اړه معلومات ترلاسه کړئ؛ د بېلګې په توګه: له ټولنیزو رسنیو، محصلانو، هېنډ بوکونو او…؛ ځکه ممکن ځینې لیلیه ونه لري، کتابتون یې مجهز نه وي، لابراتوارونه او فارمونه ولري او یا یې نه، استادان یې ټيټ رتبه یا لوړ رتبه وي او یا لېسانس و ماسټران او یا دوکتوران او… .
۵ـ که چېرته داسې پوهنتون انتخابوئ، چې لیلیه ونه لري؛ د ښاري وضعیت؛ د بېلګې په توګه: د استوګنې د ځایونو، سوداګرۍ او… په اړه به یې مطالعه هم خورا ګټوره وي.
۶ـ لکه چې وړاندې مو وویل:
که چېرته له بدخشان نه تر زابل پورې د تګ راتګ پیسې په بدخشان او یا ورسره نږدې کوم ولایت کې له پوهنتوني زده کړو سره سره د نورو مهارتونو په زده کړه ولګولې شي، ښې پایلې به ونه لري؟
۷ـ که تاسو بریالي کېږئ او پوهنتوني زده کړې پای ته رسوئ، له تاسو نه یو مسلکي کس جوړېږي او انتظار درنه دا وي، چې کاري چاپېریال ته داخل شئ؛ نو ځکه باید د کار موندلو او پکې د پرمختګ لپاره لږ تر لږه هغومره مطالعه ولرئ، چې راتلونکي دېرش ـ څلوېښت کالونه خپله کاري برخه و دندې اټکل کړئ؛
ومومئ، چې راتلونکې دری ـ څلور لسیزې زموږ په کور و کلي، ولایت، هېواد، سیمه او آن نړۍ کې څه ډول دندې رامنځته کېږي او کومو مهارتونو ته اړتیا لري؟
د ښوونې او روزنې ټولنپوهنه کې راغلي چې: ((په ژوند کې موقعیت ټاکنه او یا مناسب ټولنیز موقعیت ته د رسېدلو لپاره ممکنه لارې چارې موندل تر ډېره په اجتماعي وضعیت پورې اړه لري… .))(۲)؛ اجتماعي وضعیت مطالعه کړئ او له دې اړخه هم وګورئ، چې تاسو تر کوم ځایه پورې رسېدلای شئ.
۸ـ او که اقتصادي، فرهنګي او… ستونزې نه لرئ او له فرهنګي ارزښتونو سره ځانونه عیارولای شئ، نو زما په آند تر خپل ولایت، هغه ډېر لرې او ستاسو سره لږ و ډېر توپیر لرونکی ځای ستاسو لپاره په ګټه تمامېدلای شي.

اخځلیکونه:
ـ ۷۸-۸۰ مخونه. ذکي، نصیب الله. تربیتي ارواپوهنه(۱۳۹۶ل). ؟.؟.
۲ـ ۱۵مخ. پ.دابلیو.ماسگریو. ناهید فخرائی. جامعه شناسی تعلیم و تربیت (۱۳۵۷ل). انتشارات ترجمه و نشر کتاب بنگا ـ تهران.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.