وندالیزم او موږ

بریال حبیبي

749

وندالیزم یا واندالیزم په انګرېزي ژبه کې په ښاري کچه عامه ځایونو او شتمنیو ته د زیان اړونې، له علم و هنر سره د دښمني، وحشي کېدلو او خرابولو مانا لري.
د نظر د خاوندانو په خبره وندالیزم له وندال (Vandal) نه اخیستله شوې کلیمه ده، چې په ټوله کې راته ((هغه خرابي، زیان اړونه او بدشکله کول تشریح کوي، چې خصوصي یا عامه شتمنیو ته د هغوی د مالکینو او یا کنترولرانو له رضایت و خوښې پرته وررسېږي.))(۱)
تاریخ روم باستان اثر کې لیکلي شوي:
((… په ۳۹۵ز کال کې د روم امپراطوري په دوو برخو (امپراطوریو) ووېشله شوه؛ یوه د روم شرقي امپراطوري او بله یې د روم غربي هغه.
بالکان، مصر او د رومي امپراطوري تر واک لاندې ځینې آسیایي هېوادونه د شرقي امپراطورۍ او ایټالیا او د مصر د ځینو سیمو په ګډون ځینې افریقایي هېوادونه د غربي امپراطورۍ برخه وګرځېدل.
که څه هم لومړیو کې د شرقي امپراطورۍ وضعیت د پخوا په څېر عادي وو، خو په غربي هغې کې ډېر ژر اقتصادي بحران رامنځته او بیا ورځ تر بلې د امپراطورانو په وړاندې بغاوتونه ډېر شول او په دې لړ کې د ګوت (Goth) قبیلې پاڅون د غربي امپراطورۍ په واک و ځواک خورا سخت ګوزار وکړ.
… له ګوتیانو وروسته نورو جرمني قبایلو هم د غربي امپراطورۍ په بېلابېلو سیمو بریدونه پیل کړل؛ دوی له دې پرته چې له کوم سخت مقاومت سره مخ شي، د فرانسې او هسپانیا ډېرې سیمې یې د ځان او له هغوی وروسته یې د هسپانیا له لارې شمالي افریقا تر خپل واک لاندې راوستله…؛ د پینځمې مېلادي پېړۍ په منځنیو لسیزو کې افریقا کې مېشت، جرمني وندال قبایلو په ايټالیا برید وکړ او روم یې ونیو؛ پر ښار تسلط او چور و چپاوول دوې اوونۍ دوام وموند؛ دوی نه یوازې دا چې په ښار کې یې چور و چپاوول ګډ کړی وو، بلکې هغو کارونو ته یې هم لاس ور اوږده کړل، چې هیڅ ضرورت یې نه وو:
تندیسونه یې ټوټه ټوټه کړل، کتابونه یې وسېځل، کورونه یې په کنډوالو بدل کړل او ویلي کېږي چې له دغو څوارلسو ورځو چور و چپاوول وروسته یوازې او یوازې اووه زره رومیان ژوندي پاتې شوي وو… .))(۲)
که پام وشي، نو وندالیزم په لرغونو زمانو کې یوازې او یوازې هغه تخریبونې پخپله غېږه کې رانغښتې، چې د حکومتونو او یا په ځانګړې توګه د واکمنیو د ترلاسه کولو پر مهال به په ښارونو کې رامنځته کېدلې؛ خو وروسته وروسته وندالیزم هغو ټولو تخریبونو، زیان اړونو او بد شکله کولو ته پخپله غېږه کې ځای ورکړ، چې د یوې ټولنې د ژوند په هره برخه کې او هر چېرته رامنځته کېدلای شي؛
په دې مانا چې موږ دمګړۍ د افغانستان عامه و خصوصي شتمنیو ته د چنګېز او یا سلطان علاوالدین جهانسوز له زیان اړونو سره سره د کابل راکېټونه، د بودا د مجسمې الوزول او همدارنګه هغه تخریبونې او بدرنګۍ په وندالیزم کې حسابولای شو، چې موږ په یوه نه یوه ډول په کورونو، ښوونځیو، سرکونو او آن تبلیغاتي بورډونو او… کې کړې دي.
یوه ورځ د کابل ـ کندهار پر لویه لاره وم، چې د (…) ولایت مربوطاتو کې یوه کس په عمومي سرک کې پر دې نیت لښتی ایسته، چې د اوبو پايپ پکې تېر او د سرک له یوې غاړې هغې بلې غاړې ته اوبه تېرې کړي او یا ښایي له موږ و تاسو نه هر یوه کومه ورځ یوه پارک، د سرک پر سر او یا کوم بل ځای هغه بوتل غورځولی وي، چې اوبه او یا کوم بل څښاک مو ترې څښلی دی.
همداسې د هېواد د لرغونو آثارو او نورو مادي او معنوي شمتنیو د چور و تالان او تخریب کیسې او د شرق و غرب او شمال و جنوب په بازارونو کې یې لیلام د هغوی لپاره هیڅکله د هېرولو نه دی، چې له خپل هېواد سره سره د ځان په مادي او معنوي شتمنیو، رغونو، ښکلاګانو او…لکه پتنګ راڅرخي او یا یې هم هغوی سبب شوي دي.
د وندالیزم لاملونه ګڼ دي، خو یو ځای مې د وندالیزم په تربیتي او اروایي څېړنه کې لوستي وو چې:
((چې تر ډېره اکتسابي ريښه لري او په چاپېریال په ځانکړې توګه په ښاري چاپېریال له حاکمو شرایطو نه رامنځته کېږي؛ د ښارونو ټولنیز وضعیت؛ د بېلګې په توګه: د درآمد کچه، معیشتي آسانتیاوې، طبقاتي محرومیت، کډوالي او… وندالیزم رامنځته کولای او تشدیدولای شي.))(۳)
موږ د وندالیزم په کومه کچه کې یو؟ چاپېریال مو څنګه دی؟ په ښوونځيو کې که د زده کوونکو له لوري ښوونیز توکي بد شکله او یا خرابېږي، لاملونه یې کوم دي؟ د سرک د سر لامپونه ولې ماتېږي؟ تبلیغاتي بورډونه ولې څيرو؟ او دا رنګه نورې پوښتنې د هغو څېړنو بنسټونه کېدلای شي، چې تر اوسه پورې زموږ د څېړونکو ورته پام نه دی شوی؛ خو اړتیا ده، چې وڅېړلې شي.

اخځلیکونه:
1- 70, Rubel, Rubert, Vandalism in Public School (1980), Nassp Bulletin.
۲ـ ۱۴۲ـ ۱۴۶مخونه، متین، غلامحسین؛ پترو ویچ، فیودور کاروفکین، تاریخ روم باستان (۱۳۷۹هـ.ش)، انتشارات محور ـ تهران.
۳ـ ۵مخ، موسوي، سید یعقوب و جمعی از نویسنده گان، بررسی عوامل وندالیسم در فضاهای عمومی شهری (؟)، مرکز پژوهش های شورای اسلامی ـ مشهد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.