فکر‎

بریال حبیبي

383
په ځینو ټولګیو کې وخت نا وخت له زده کوونکو څخه پوښتم چې:
((له تاسو نه څو کسه فکر کوي، چې تر راتلونکو دېرشو کالونو پورې د زندانونو د تړل کېدلو امکان شته؟))
کله چې ټول پر دې ډاډمن شول، چې ټوکې نه کوم؛ نو معمولاً یو پکې په داسې ډول راباندې انتقاد وکړي:
((ستاسو هدف دادی چې هغومره ډېر غله، داړه ماران، قاچاقبران او… دې سرکونو ته راوایستلي شي؟
هغه مهال به موږ کوم یو خوندي یو؟
زما په فکر له زندانونو پرته به د یوې ټولنې امنیت له جدي ګواښ سره مخ وي.))
وروسته نور د خپلو خپلو نظرونو څرګندونه راپیلوي:
((که چېرته زندانونه نه وي، د ټولنې نظم له مېنځه ځي.))
((د هغو جنایت کارانو په اړه څه نظر لرئ، چې جنایت یې اوس یو عادت ګرځېدلی؟))
((نن سبا خو تر پخوا ډېر زندانونو ته اړتیا لیدله کېږي.))
((د نن سهار ورځپاڼه کې مو هغه جنایي خبر ولووست؟))
او… .
همداسې د زندانونو د لزوم په اړه راته ګڼ دلیلونه مخکې کېږي ؛ آن یوه خو لا دا هم وویل چې:
((زندانونه باید ونه تړلي شي، ځکه بې شمېره پولیس او… بې روزګاره کېږي.))
کله چې په ټاکلي شوي وخت کې د غونډې ګډونوال د زندانونو په اړتیا وغږېږي، له هغې وروسته ورته ووایم چې:
((غوښتل مې د پورتنۍ پوښتنې ـ د زندانونو تړل کېدل ـ په مطرح کولو سره یوه موضوع روښانه کړم؛ موږ هر یوه ددې لپاره دلیل ووایه، چې ولې د زندانونو په اړتیا سترګې نه شو پټولای؛ خو که اوس د مهربانۍ له مخې څو دقیقې پر دې غور وکړئ، چې آیا دا هم کېدای شي چې زندانونه د تل لپاره له یوې مخې وتړو؟))
بیا زیاتوم:
((اوس داسې فرضوو، چې زندانونه له یوې مخې تړل کېدلای شي؛ خو له کوم ځای نه یې باید راپیل کړو؟))
لومړی، ورو ورو نظرونه وړاندې کېږي، یو په ناباورۍ وایي:
((که چېرې د ځوانانو ګروپونه تقویت شي، نو امکان شته چې د جنایتونو کچه صفر ته راټیټه کړو.))
څو شېبې نه وي وتې، هغه خلک چې لس دقیقې وړاندې زما د فرضیې له سرسختو مخالفینو نه وو، دمګړۍ د بحث له کولو و اوږدېدلو سره شدیده علاقه ښیي.
بل وایي:
((د دې لپاره باید فقر له مېنځه یووړل شي.))
همداسې:
((داسې څېړنې دې وشي، چې جنایت کاران تر جنایت کولو وړاندې وپېژنو.))
((د درملنې په مرسته دې د جنایت کارانو اصلاح وشي.))
((داسې پولیس دې وروزلي شي، چې اصلاحي لارې چارې دې وکاروي!)) او… .
پورتني نظرونه د هغو اووه اتیا نظرونو څو بېلګې دي، چې له بېلابېلو ټولګیو نه مې د زندانونو د تړل کېدلو په اړه راټولې کړې وې او یوازېنۍ پایله یې داده چې:
که کوم څوک پر دې باور ولري چې یو فعالیت ناممکن دی، نو ذهن یې په داسې دلایلو پسې ګرځي چې د هماغه فعالیت ناممکن والی زباد کړي او که کوم څوک پر دې باور ولري چې یو فعالیت ممکن دی، نو ذهن یې داسې لارې چارې موندلای شي چې هماغه فعالیت پرې ترسره کړي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.