بدگماني‎

ژباړه: بریال حبیبي

630
د بنسیویل ډېریو خلکو باور لاره، چې کورا سپیندلر قاتله او د پلان له مخې یې خپل خاوند ـ فرد سپیندلر وژلی دی؛ خو  د قتل د انګېزې په ناڅرګندتیا سربېره داسې هم نه وو شوي چې کوم څوک دې دا په علني توګه په دغه جنایت، تورنه وبولي.
که رښتیا شي مرحوم فرد سپیندلر لس زره ډالره بېمه لرله، خو نږدې موږ ټول بېمه شوي یو که نه؟
پخپله کورا هم په همدوغومره مبلغ د بېمې پاڼه ترلاسه کړې وه؛ پر دې سربېره هرڅوک په یوه نه یوه لامل مخکې یا وروسته مري که نه؟ په هر حال؛
زاړه فرد له خپل دایمي او دویمي کار نه په کال کې په اوسط ډول لس زره ډالر عواید هم لرل، ښه نو ولې باید هغه ووژلی شي؟
ولې باید مارغه د یوې طلایي هګۍ لپاره مړ شي؟
دا د باور وړ خبره نه شي کېدلای، آیا کېدلای شي؟
په څرګنده فرد د خوب راوړونکو درملو له ډېر مصرف نه سترګې پټې کړې وې؛ دې ته په پام چې ده دوه ځایه دنده لرله، ماخستن به د همدې درملو پر مټ ویده کېده.
دی به تل ستړی، کهاله او بې سېکه وو او پوهېږئ چې د ستړیا پر مهال آن د داسې درملو عادي مصرف هم نوموړی د مرګ تر کومې پورې رسولای شوای.
کورا دوه ـ دری کالونه له سیم بنتلي سره نیمه وخت په درملتون کې کار کاوه او د هغو طبي کتابونو په مرسته له نږدې ټولو درملو او د هغوی له ښو و بدو اغېزو سره آشنا شوې وه، چې د درملتون په الماریو کې ایښودل شوي وو؛
کله چې به فرد ټابلیټونو ته اړتیا لرله، نو دې به ورته راوړل؛ څرنګه چې دې په درملتون کې هغه هم د ښار په یوازېني درملتون کې دنده لرله، نو دا هم طبیعي خبره ښکارېده.
هغه مهال چې آوازو لا زور واخیست، د ښار ناظم ـ بن رابرتز وویل:
(هر ځلې نو داسې نه شي کېدلای چې که کومه مېرمن یا کوم خاوند مري، جسد یې معاینه او په تړاو دې یې کوم څوک تر پوښتنو کروېږنو لاندې ونیسو؛
دا کار په هغه چا د جنایت سیوری اچوي، چې خپل خپلوان یې له لاسه ورکړی دی… .)
په بنسیویل غوندې وړوکي ښار کې ددغه ښار د خلکو په اندازه هغومره بدګمانه ذهنونه هم شته؛ نه پوهېږم، ولې؛ خو داسې ښکاري چې هغه چې کومه ډارونکې موضوع ولري او یو له بله سره پرې جر و بحث وکړي، خوشحاله کېږي؛
همداسې هر څومره چې یې وس رسېږي ، یو بل سپکوي او له خپل دې کار نه بې اندازې ډېر خوند هم اخلي.
په دې ډول په دې باور پر خپل ځای پاتې شو، چې کورا قاتله او خپل خاوند یې وژلی دی.
د فرد له مرګ نه څه باندې کال وروسته چې کله کورا د درملتون له څښتن، د ښار له اوڅار سوداګر او خپل آمر ـ سیم بنتلي سره واده وکړ، بدګماني نوره هم را ډېره شوه.
ناظم چې اوس نو لږ و ډېر بدل شوی وو، داسې استدلال کاوه:
(د دوی واده په بشپړه ډول طبیعي دی؛ څرنګه چې کورا په هماغه درملتون کې کار کاوه، دوی له ډېر وخته یو بل ځله پېژندل.
سیم دوه ـ دری کاله وړاندې مېرمنه له لاسه ورکړې وه او یوازې وو، همداسې نه ده؟
ټول مېرمنې ته اړتیا لري او دی هم، که نه؟
ښه، بیا خو نو خبره خلاصه!)
هو، سیم مېرمن له لاسه ورکړې وه؛
ډېر ښه!
هغه د داسې ناروغۍ له امله وفات شوې وه، چې ډاکټر برونسون یې هماغه ګړۍ په تشخیص نه وو بریالی شوی.
په دې کې شک نشته، چې ډاکټر برونسون یې د بېلابېلو نسخو په ازمایلو سره د ژغورنې لپاره خپلې نهایي هڅې کړې وې؛
خو چې پایله یې ورنه کړه، نو هغه هم مجبوره شو د مرګ دوسیه کې یې ولیکي چې:
طبیعي مرګ.
کورا تر واده کولو وروسته سمدستي په درملتون کې له کار کولو نه لاس واخیست او هڅه یې دا وه، چې خپل نوي خاوند ـ سیم بنتلي ته آرام او هوسا کورنی چاپېریال رامنځته کړي.
داسې ښکارېده، چې د دوی دواړو ژوند د دوی له هیلو سره سم روان دی.
سیم بنتلي په درملتون کې یوه بله داسې نیمه وخت همکاره وګمارله، چې هم ښکلې او هم یې د ځوانۍ په درشل تازه قدم ایښی وو.
خلک پر دې خوشحاله معلومېدل، چې سیم بنتلي له مخکنۍ پېښې وروسته بیا ژوند ته راګرځېدلی؛ له څو کالونو یوازیتوب وروسته دی هم د ګډ و کورني ژوند درلودلو مستحق وو، که نه؟
خو له دې ټولو سره سره ځینو خلکو لا هم په کورا شک درلود او پر سر یې تورو اورېځو سیوری غوړولی وو؛ لکه څرنګه چې وړاندې وویل شول، په بنسیویل غوندې وړوکي ښار کې ددغه ښار د خلکو په اندازه هغومره بدګومانه ذهنونه هم شته؛
البته په ښکاره چا څه نه ویل، خو دا آوازې ګرځېدې چې:
آیا کورا به ژر یا وروسته هغه عمل د سیم بنتلي پر وړاندې هم ترسره کړي، چې له خپل لومړني خاوند ـ فرد سپیندلر سره یې ترسره کړی وو؟
هو؛
دا رنګه پوښتنې و ځوابونه خوا او شا اورېدل کېدل.
نه پوهېږم، دا خبرې به کورا هم اورېدې که نه؟ خو که یې اورېدلې، نو سر یې ور پسې نه ګرځاوه؛ هغې یوازې او یوازې د سیم بنتلي لپاره د آرام و هوسا کور او هغه هر کار لپاره مټې رابډ وهلې وې، چې دی یې خوشحاله کاوه…؛ خو هغه ناروغه شوه… .
سمدستي یې ډاکټر برونسون خبر کړ او هغه له ډېرو هڅو وروسته دې پایلې ته ورسېد چې کورا هم په هماغې ناروغۍ اخته شوې، د کومې له امله چې د سیم بنتلي لومړنۍ مېرمن سترګې پټې کړې وې.
طبعاً، د ټولو په سیم زړه سوځېده او چې دده لپاره یې هر کار کولای شوای، هماغه یې ترسره کړ.
ډاکټر برونسون څو نوې نسخې ولیکلې… خو له دې ور آخوا بل داسې څه نه وو چې دی دې یې د کورا لپاره ترې ګټه واخلي؛ نو مجبوراً یې دوسیه کې ورته ولیکل:
طبیعي مرګ.
البته ددغې پېښې زغم د سیم لپاره تر یوه بریده سخت وو او یوه موده یې له دې امله روحي ستونزې وګاللې.
دا رښتیا وو، چې سیم ته د لومړنۍ مېرمنې په بېمې سربېره د کورا او د هغې د مخکني خاوند ـ فرد د بېمې لس زره ډالر او څه نا څه هلته و دلته نورې پیسې پاتې شوې وې؛ خو په قطعي توګه دغه پیسې د هغو ټولو مصیبتونو د جبران لپاره هیڅ بللې کېدلې، چې پر سیم بنتلي راغلي وو که نه؟
له دې وروسته ممکن په سیم ښې ورځې راشي، لږ تر لږه ټول دا رنګه هیله لري.
داسې ښکاري چې درېیمه مېرمن ـ هغه ښایسته نجلۍ چې په درملتون کې یې پارت ټایم دنده ترسره کوله. ـ اوس خپله ټوله هڅه کوي چې سیم خوشحاله وساتي او ده ته آرام و هوسا کور برابر کړي؛
سیم هم د درملتون لپاره یوه بله پارت ټایم همکاره موندلې؛ داسې د سرو وېښتو والا نجلۍ، چې اوس اوس له ښوونځۍ نه فارغه شوې.
که څه هم اوس لا ټول خلک د کورا سپیندلر په اړه غږېږي، خو تاسو پوهېږئ چې که کله لکه بنسیویل غوندې وړوکي ښار کې ډېره وړوکې بدګماني پېښېږي، څه څه کېدلای شي!؟
پای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.