امريکا: افغانستان کې داعش پياوړي کېدونکي دي

641

امريکا: افغانستان کې داعش پياوړي کېدونکي دي

د امریکا د دفاع وزارت خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د داعش له ګواښ خبر دی او له دې هېواده بیرون هم له دې ډلې سره دمبازې وړتیا لري.

پنټاګون خبرداری ورکړی، چې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره لوړ ظرفیت لري او نه پرېږدي چې افغانستان کې بله ډله توانايې پیدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د اګست په ۲۹مه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته یې هېواد په افغانستان کې هیڅ ډول برید نه دی ترسره کړی، ځکه چې اړتیا یې نه‌ده احساس شوې.

نوموړي ويلي: “موږ وويل چې د داعش د خراسان څانګې په څېر ډلې به هڅه وکړي چې ځانونه پياوړي کړي، نو موږ هڅه کوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د ترهګرۍ ضد عملياتو لپاره قوي ظرفيت لرو، نو له همدې امله موږ د خپلو شریکانو سره ګډ کار کوو چې دغه وړتیا یقيني کړو، او د دې معنا دا نه ده چې موږ دا وړتیا نه لرو، موږ وضعیت څارو او په دې توګه لاس تر زنې ناست نه یو چې بله ډله وکولای شي خپل ظرفیت لوړ کړي او موږ له هر ځای نه پر دوی باندې د حملې توان لرو.”

په راپور کې د دغه وزارت د دفاعي معلوماتو په یوه برخه کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې د فعالیتونو په اړه اندېښنې هم په ګوته شوې دي.

د دغې ارزونې پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو په کمېدو سره، داعش په دغه هېواد کې خپل حضور او بریدونه زیات کړي دي.

په راپور کې راغلي چې داعش لا هم په افغانستان کې یو ستر ګواښ دی او د پخوانیو اټکلونو پر بنسټ دا ډله په افغانستان کې دوه زره جنګیالي لري.

راپور وايي، که د داعش خراسان څانګه له اوسني وضعیت ګټه پورته کړي، نو په راتلونکو ۱۲-۸ میاشتو کې به د امریکا په ګډون د لوېدیځ په نښه کولو لپاره د بهرنيو عملیات ترسره کولو توانایې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې داعش په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو مسوولیت منلی، چې په ترڅ کې یې لسګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي، چې ډېری یې شیعه ګان دي.

په راپور کې په افغانستان کې د القاعدې د فعالیتونو په اړه هم اندېښنې په ګوته شوې دي.

د راپور له مخې په افغانستان کې د القاعدې وړتیاوې، چې اوس طالبان په واک کې دي، کمزورې شوې دي، او احتمال شته چې دغه ډله اوس مهال په خپله راتلونکې تګلاره په غور کولو باندې مصروفه وي.

په راپور کې ویل شوي چې ښايي په افغانستان کې د القاعدې شتون کم رنګه ښودل شوی وي ځکه چې طالبان د نړیوالو له لورې د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو په لټه کې دی.

طالب ویاند په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو په وار وار یې ویلي چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی او د سر جېګېدو توان نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.