متقي: افغانستان کې داعش او ورته نورې ډلې سختې ځپل شوي

665

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن ماښام پر ټویټر لیکلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلسون او ورسره مل پلاوي یې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.

بلخي لیکلي چې نېکلسون پر کاج ښوونیز مرکز برید غندلی او هغه یې پر افغانانو برید بللی دی.

د بلخي په وینا، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې دا ټولنه، امریکا او نور شریکان یې اوس دې پایلې ته رسېدلي چې یوازې بشري مرستې د افغانستان اقتصادي ستونزې نه‌شي حل کولای او په‌کار ده چې پرمختیايي کارونه هم وشي.

عبدالقهار بلخي لیکلي: «یاد پلاوي پر افغانستان لګېدلیو بندیزونو ته په اشارې زیاته کړه چې افغانانو ته باید په ټولیز ډول سزا ور نه کړل شي؛ ځکه دغه کار سولې، لاسته‌راوړنو او له ناامنۍ سره مبارزې ته زیان رسوي.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي ویلي چې افغانستان کې داعش او ورته نورې ډلې ځپل شوي او د بریدونو او مقاومت وړتیا نه لري چې خبره یې، همدا لامل دی چې پر بې‌دفاع افغانانو برید کوي.

نوموړي زیاته کړې: «ښې لاسته‌راوړنې ډېرې لرو چې باید له پامه ونه غورځول شي، خو لوېدیځ ورته په ښه نظر نه ګوري او باید د مثبت تعامل او پرمختګ لپاره یو له بل سره مشخصه طرحه ولرو.»

د اسلامي امارت چارواکو تر دې مخکې هم تل ویلي چې د داعش په نوم وسله‌واله ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.