د اسلامي دولت نومي ډلې (داعش) اعلان کړی چې د یادې ډلې مشر ابوالحسن الهاشمي القرشي په یوې نښته کې وژل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د داعش ډلې ویاند ابوعمر المهاجر پرون چهارشنبه د نومبر۳۰مه پرته له دې چې د یادې ډلې د مشر د وژنې څرنګوالی او نېټه په ډاګه کړي، ویلي چې نوموړی د «خدای له دښمنانو سره په نښته» کې وژل شوی دی.
ابوعمر المهاجر په یوه غږیز پیغام کې د خپل وژل شوي مشر ځایناستی هم معرفي کړی او ابوالحسین الحسیني القرشي یې د یادې ډلې د نوي مشر په توګه یاد کړی دی.
د داعش ډلې مخکینی مشر ابوابراهیم القرشي د روان میلادي کال په لومړیو کې د سوریې په ادلب ښار کې د امریکايي ځواکونو د یوه برید پر مهال ووژل شو.
همداراز د یادې ډلې لومړی مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.