م.م.: په نړۍ کې سل ميلیونه خلک بې ځايه شوي دي

513

ملګرو ملتونو ويلي دي چې په اوکراين کې د روسېې جګړې ترڅنګ په لومړي ځل په ټوله نړۍ کې تر ۱۰۰ ميليونو ډير کسان په اجباري توګه له خپلو مېنو څخه بې ځایه شوي دي. افغانستان يو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډير بې ځايه شوي لري.

Polen Przemysl | Notunterkunft für Ukraine-Flüchtlingeد مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کشمنرۍ (UNHCR) وايي: «د هغو خلکو شمېر چې د جګړو، تاوتريخوالو، له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د آزار او اذیت له کبله په زور مهاجرت کولو ته اړ شوي، اوس له خپلې د پام وړ عطف نقطې، سل میليونو څخه واوښت. دا د لومړي ځل له پاره داسې یو ريکارډ دی.»

د فرانسې خبري آژانس له ژنیف څخه ليکي چې يو ان اچ سي آر په يوې اعلامیه کې ويلی دي چې دغه «خبردار ورکوونکی» شمیر، باید نړۍ په لړزه کې راولي تر څو نښتې پای ته ورسوي، چې له کبله ېې په بیساري شمیر کې خلک په زور خپلو کورنو پريښودو ته اړ ايستل کيږي.

یاد سازمان وايي چې د ۲۰۲۱م کال په پای کې په زور د بې ځايه شوو خلکو شمیر په افغانستان، ايتوپيا، بورکينا فاسو، ميانمار، نایجریا او په کانکو دیموکراتيک جمهوریت کې د ناآراميو له کبله ۹۰ ميلیونو ته رسيدلی وو. زیاته شوې چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه، پر اوکراین د روسې له يرغل وروسته ۸ میلیونه خلک د هیواد دننه بې ځایه شوي او تر ۶ ميلیونو ډير نور بیا د اوکراين له سرحدونو وتلي دي.

UNHCR Filippo Grandi PK zum Jahresbericht د يو ان اچ سي آر مشر، فليپو ګاندي

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، سل ميلیونه، یو ټکان ورکوونکی رقم ښودلی دي. د دغه سازمان مشر، فليپو ګراندي ويلي دي: «سل میلیونه یو بيخي قطعي او په هماغه اندازه د اندېښنې وړ رقم دی. دا داسې يو ريکارډ دی چې هيڅکله باید ثبت شوی نه وی.» ګراندي زیاته کړې: «دا باید د ورانونکو جګړو د حل او فصل او د آزار او اذیت د پای او هغو عواملو ته يو راويښېدونکی غږ وي چې له امله ېې بې ګناه خلک په زور د خپلو کورنو پريښودو ته اړ ایستل کيږي.»

سل میلیونه انسانان، د نړۍ د ټول نفوس يوه سلنه برخه ده، په داسې حال کې چې په نړۍ کې يوازې ۱۳ داسې هیوادونه موجود دی چې تر سل میلیونو ډير نفوس لري. په دغه سل ميليونه کسانو کې مهاجر، پناه غوښتونکي او څه باندې ۵۰ ميلیونه هغه کسان شامل دي چې په خپلو هیوادنو کې دننه بې ځایه شوي دي.

ګراندي د اوکرایني مهاجرو په اړه وويل: «د نړيوالې ټولنې چلند له هغو خلکو سره چې د اوکراين له جګړې تښتې په پراخه کچه مثبت دی.»

فليپوګراندي زیاته کړه: «شفقت ژوندی دی او موږ د نړۍ د ټولو بحرانونو له پاره یو ورته تحرک ته اړتیا لرو. خو بشردوستانه مرستې په نهایت کې یو تسکین دی نه یو اعلاج.»

د یو ان اچ سي آر مشر وايي: «د دغه بهیر د مخنيوي یوازينۍ لار سوله او ثبات ده تر څو بېګناه خلک داسې یو قیمار ته نه وي اړ شوی چې يا په یو نهایت خطرناک حالت کې خپل کور کې پاتې او یا د نامطمئنو مهاجرتونو ته مخه کړي.»

Afghanistan | Binnenvertriebene flüchten vor Talibanافغانستان یو د هغو هیوادونو څخه دی چې ډير داخلي بېځایه شوي لري

تیره اوونۍ د مهاجرو په چارو کې دوو نورو سازمانونو هر يو د ناروې د مهاجرت شورا (NRC) او د داخلي بې ځايه شوو د څار مرکز (IDMC) هم په خپل یو ګډ رپوټ کې وويل چې په ۲۰۲۱م کال کې شاوخوا ۳۸ میلیونه خلک په داخل کې بې ځايه شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې د دغو خلکو له ډلې ځېنې ېې د يو کال په منځ کې څو ځله هم بې ځايه شوي دي.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې دا تر ۲۰۲۰م کال وروسته د داخلي بې ځایه شوو دوهم لوړ ريکارډ دی. په ۲۰۲۰م کال کې د داخلي بې ځایه شويو کلنی رقم ۱۴ اعشاريه ۴ میلیونه وو چې په ۲۰۲۱م کې نوی ريکارډ تر دې ۵۰ سلنه لوړ وو.

د ناروې د مهاجرو مرکز مشر، جان ايګیلند په دې اړه خبریالانو ته وويل: «هيڅکله داسې بد [وضعيت] څنګه چې اوس دی، نه وو.» هغه زیاته کړه: «نړۍ د پاشلو په حال کې ده.»

د داخلي بې ځایه کیدو یو بل عمده عامل طبيعې آفتونه دی. په ۲۰۲۱م کال کې له دې بابته ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه نوي کسان د هیوادونو دننه بې ځايه شوي ول.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.