ادبي غلا یعنې څه؟

ژمن

943

اوسني وخت کې شاعران زیات شوي دي، او د شعر ګرم بازار روان دی، شاعران مو چې د غزل قالب وپېژني، غزلونه جوړوي خو له نورو صنعتو یې ځان نه خبروي.

زیاتره وخت یو بل باندې د ادبي غلا تور لګوي،

څه موده مخکې رفیق مهران د اسماعیل تسل په یو غزل باندې د غلا تور وکړ، ده ویل چې دا غزل خو یې له ما څخه پټ کړی.

غزلونه داسې ول یو څو بیتونه به یې رواخلم:

مینې مې په تا پسې تړلی زړه

ته چې لاړې اوس مې درختلی زړه

تاته په دې شپې جانان له کوم کړم

غلی شه لږ غلی شه لږ غلی زړه

مهران صیب

کله چې له څنګ نه رانه تللی زړه

بووټ مې له سینې پسې وتلی زړه

راشه کنه نن او په سبا کې یم

راشه رانه ستا بېلتون خوړلی زړه

تسل صیب

د مهران صیب او تسل صیب قافیه او ردیف په یو ډول دي، مهران صیب ویل چې ما مخکې دا غزل جوړ کړی دی؛ خو ادبي غلا یې نه شو بللی. مخکې له دې چې د شعرونو په اړه قضاوت وکړو راځئ یو څو ادبي صنعتونه سره وپېژنو.

استاد اسد الله غضنفر د دغو صنعتو په اړه ډېر څه لیکلي د خلاصي په ډول یې را اخلم.

انتحال یا نسخ: که څوک د یو شاعر د شعر په مقطع کې د هغه نوم لرې کړي، او خپل پکې ولیکي، که د چا  شعر ژباړه شي او په خپل نوم خپور شي، که چا تخییل پټ شي او په بله بڼه واړول شي،  دې ټولو ته انتحال(ادبي غلا) ویل کېږي.

لکه:

نه مې ته شې هېرولی نه زما له خیاله وځې

ځه پخلا به شو جانانه ته هم ستړی زه هم ستړی

درویش دراني

خو بل ځوان شاعر داسې وایي:

زه هم ستړی ته ستړی ژوند هم ستړی

بس پخلا به شو جانانه دا کېسې به سره پرېږدو

اوس که ووایو چې دغه ځوان له دراني صیب څخه پیروي کړي، خو باید د ځوان په زیاتو شعرونو کې د دراني صیب د شعرونو اثرات ولیدل شي. که نه، د انتحال نه به بل څه نه وي.

توارد: دې ته وایي چې دوه شاعران کټ مټ په ناخبرۍ کې یو بل غوندې شعر ووایي.

پبروي: کله هم یو شاعر د بل چا له شعرونو دومر متاثره شي، چې په شعوري یا غیر شعوري ډول د هغه له پیروي ځان نه شي ایستلی، خو باید د دغه شاعر ټولو اثارو کې د بل شاعر اثر ولیدل شي.

الهام: الهام شاعر ته د نوې خبرې کولو وړتیا ورکوي؛ کله چې یو شاعر د بل شاعر له شعره الهام اخلي په هغه صورت کې ښه دی چې د مخکیني شاعر له شعره یې په هنري ډول واړوي.

سلف پلېجرېزم(له ځانه غلا): ځینې شاعران او لیکوال خپلې ځینې خبرې ډېر ځل تکراروي چې دا هم په ادب کې عیب بلل کېږي.

اوس په ادبي صنعتو په اړه لږ څه پوی شوو؛ را به شو د مهران صیب او تسل صیب غزلو ته.

د تسل صیب غزل د انتحال، توارد، پیروۍ او الهام څخه بچ دی، تسل صیب خپل شعر او د مهران صیب خپل شعر؛ خو د سلف پلېجرېزم په اړه یې ځکه څه نه وایم چې ما د نوموړي ډېر اثار نه دي لوستي.

دغه ډول ټکر ته د ردیف کلیشه ویل کېږي؛ که یو شاعر یو ردیف په لومړي ځل وکاروي، که هماغه ردیف بل شاعر وکاروي د ردیف کلیشه بلل کېږي.

کلیشه هم په ادب کې عیب دی؛ چې جدا بحث لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.