نظم: پښتنه

عاقله اسد

999
زه يوه داسې پښتنه يم!
چې پيدا شومه، خفګان و
خوشالي هغسې نه وه
لکه څنګه چې په زوی وي
چا خواږه کور ته رانه وړل
چا کوڅو کې منډې نه کړې
چا مې زيری هم ونه کړ
خپلوان هېچا خبر نه کړل
چا مې غوږ کې اذان نه کړو
چا په غېږ کې پورته نه کړم
چا مې مخ ته هم کتل نه
خو بس نوم مې پښتنه شو
تش نامه شوله راپورې
زه يوه داسې پښتنه يم.
زه يوه داسې پښتنه يم!
که ګيډي راوړم نو خېر دی
که پردو کورو کې ګرځم
په پيسو بړستن ګنډمه
که پنبه د چا ټولومه
که د چا وږي سپينومه
دا به هېڅ خبره نه وي
که پردي کور کې کار کومه
که ګرځېږم په بازار کې
د يوې روپۍ سوال کومه
يا چې مخې د جومات کې
زه پردي بوټان پاکومه
ددې ټولو جواز شته دی
خو ښوونځي ته تلل مې کفر
زه يوه داسې پښتنه يم
زه يوه داسې پښتنه يم!
چې ژړا يې مکرتوب وي
او خندا يې سپين سترګي وي
چوپه هم پاتې دی نه شې
وايي، دا دې څه نخرې دي
که خبرې دې کولې
وايي، اخ دا دې لا بله
غټه شوې لونډ غواړي
دا دستور دی له پخوا نه
انساني خدايانو ويلي
چې بس ښځه يا د کور ده
که د کور نه وي د ګور ده
نه حق غواړي نه يې شته دی
زه يوه داسې پښتنه يم
زه يوه داسې پښتنه يم!
چې ګودر زمونږ کعبه وي
تاوېدل ترې طوافونه
له ګودر نه تر خپل کوره
بيا له کوره تر ګودره
د صفا مروا مزل وي
د سنزلو ډکه ونه
چې په کاڼو باندې ولوو
دا زمونږ د شيطان څلی
د چينې اوبه زمونږه
د زم زم نه کمې نه دي
او که دي مونږ ته زم زم دي
بس دا زما دپاره هر څه
دا زمونږه عبادت وي
دا عمره وي مونږ دپاره
دا زمونږ دپاره حج وي
زه يوه داسې پښتنه يم
زه يوه داسې پښتنه يم!
چې ارمان مې بايد نه وي
که ارمان ساتم نو کفر
په يادونو د يو چا که
زړه ودان ساتم نو کفر
خره، بزې، غواګانې خېر دی
که جانان ساتم نو کفر
يا به بدو کې واده شم
يا به خرڅه په ولور شم
خو که مرمه که سوځېږم
غږ به نه باسم له خولې نه
زه يوه داسې پښتنه يم
زه يوه داسې پښتنه يم!
د هوس سپي راپسې وي
له خپل کور نه تر ښوونځي مې
له ښوونځي تر پوهنتونه
له پوهنتون نه تر دفتره
څوک مې غله د عزت ناست وي
څوک مې لار کې د منزل
د يو څه بدل کې غواړي
زه به خاورې ملالۍ شم
زه به خاورې زرغونه شم
فکر نه کوم که نازو شم
زه به خاورې عاقله شم
زه يوه داسې پښتنه يم
زه يوه داسې پښتنه يم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.