سمنګان کې د برېښنا پایې الوزول شوي؛ په کابل برښنا پرې شوې

572

په سمنګان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ازبيکستان وارداتي برښنا درې پايې د ناڅرګندو کسانو لخوا په بمونو الوزول شوي دي.

باختر دولتي خبري آژانس د دوشنبې په ورځ مۍ ٢٣ (غبرګولي دوهمه) د ځايي چارواکو له قوله ويلي چې د برښنا دغه پايې د ځاى پر ځاى شوي ماينونو د چادونو له امله په بشپړه توګه ويجاړي شوي دي.

د وارداتي برښنا د دغو پايو په ويجاړېدو سره د کابل په ګډون ګڼو ولايتونو باندي برښنا قطعه شوې ده.

طالب چارواکو ويلي چې د ويجاړو شوو پايو د بېرته رغولو لپاره تخنيکي ټېمونو د پېښې ځاى ته رسېدلي دي.

د افغانستان برښنا رياست تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي٠ويل کيږي چې د ويجاړو شوو پايو بيرته رغول به څو اونۍ وخت ونيسي.

تر دا مهاله د ازبيکستان وارداتي برښنا د دغه پايو د تخريب مسٶليت کومې ډلې نه دى منلى، خو طالبانو ويلي چې ددغه پېښې د عاميلينو د نيولو هڅې پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ٣٠ ( وري ١٠) د پروان ولايت په جنوبي سالنګ “تاغمه” سيمه کې د وارداتي برښنا دوې پايې په بمونو تخريب شوې چې له امله يې د کابل په ګډون لس ولايتونو باندي برښنا قطه شول.

د افغانستان برښنا رياست تيره اونۍ وويل چې د تخريب شوو دوو پايو څخه يوه يې بيرته رغولې او د دوهمې د بيرته رغولو کار هم روان دى.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکميت وروسته دا دوهم ځل دى چې د وارداتي برښنا پايې ويجاړي کيږي٠تر طالبانو مخکي حکومت کې هم څو ځله د ازبيکستان د وارداتي برښنا پايي تخريب شوي دي٠د افغانستان برښناشرکت تر دې مخکې ويلي چې د هرې پايې بيرته رغول ١٠٠زره امريکايي ډالر لګښت غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.