سهيل شاهين: هند بايد د افغانستان له پخوانيو واکمنانو سره اړيکې پرې کړي

451

سهيل شاهين: هند بايد د افغانستان له پخوانيو واکمنانو سره اړيکې پرې کړي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د هندوستان The Print انلاین رسنۍ سره مرکه کې ويلي، هند بايد د افغانستان له پخوانيو واکمنانو سره اړيکې پرې کړي او له طالب مشرانو سره اړيکې جوړې کړي.

نوموړی وايي، هند باید په کابل کې د طالبانو له حکومت سره د ملي او متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکې جوړې کړي او د افغانستان د مخکني جمهور رییس محمد اشرف غني د مخکني حکومت له ټولو چارواکو سره اړیکې پرې کړي.

ښاغلي شاهین د هندوستان د The Print په نوم انلاین رسنۍ سره مرکه کې د افغانستان او هند اړیکې مهمې بللي، خو د پخوانیو چارواکو سره یې د هند د اړیکو پرېکون د دواړو خواوو په ګټه بللی.

نوموړي ويلي: “هند نه‌باید د ټولو هغو پخوانیو چارواکو سره چې اوس په لویدیځو هېوادونو کې له خپلو کورنیو سره اوسېږي، شخصي اړیکې ولري، خو هند باید د افغانستان له نورو خلکو سره روابط ولري. دوی هملته وو او اوس هم دي. دا به د دوی لپاره ښه وي.”

خو ښاغلي شاهین مونږ ته وویل، The Print انلاین سره مرکه کې یې داسې ویلي چې هند دې د پخوانیو چارواکو سره د افغانستان د استازو په توګه اړیکې نه‌ساتي او نوی وضعیت او حقایق دې درک کړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر له هند دا هم غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي او که غواړي هلته خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي، دوی یې هرکلی کوي او د امنیت ډاډ ورکوي.

له هند د طالبانو دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو د تماس کمېسیون چې افغانستان ته د سياستوالو د بېرته ستنولو لپاره جوړ شوی، خپله لایحه کې د سياستوالو د سیاسي فعالیت په اړه کومه تګ‌لاره نه‌لري.

د چهارشنبې په ورځ د دې کمېسیون مشر شهاب‌الدین دلاور رسنیو ته وویل سیاست‌وال او دا شخصیتونه باید اوس د نظام د تقویت لپاره کار وکړي، خو کله چې دوی راستانه شي، لومړی یې د سرو مال او عزت امنیت تامین شي وروسته به یې د سیاسي فعالیت په اړه هم فکر وشي.

هند د افغانستان د پخوانیو جمهور رییسانو په ګډون له ډېر شمېر افغان سیاستوالو سره پراخې اړیکې لري او همدا اوس د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله کور هملته دی.

پر طالبانو نیوکه ده چې واک یې انحصار کړی، قدرت یې د زور له لارې نیولی او له خپلې ډلې پرته د نورو سیاستوالو له سیاسي فعالیت وېره لري، خو طالبان بیا خپل حکومت ملي او د خلکو په ملاتړ راغلی بولي.

هند د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، په کابل کې خپل سفارت او په مزارشریف، کندهار، هرات او جلال اباد کې هم خپلې قونسلګرۍ وتړلې.

هند همدا ډول د افغانستان د اوسني امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه هم اندېښمن دی او د جمهور رییس په ګډون یې صدر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت هغه موضوع ده چې په نړۍ کې یې د بې‌باورۍ فضا جوړه کړې او دا اندېښنه له ځان سره لري چې سیمه به څه ډول ثبات ته رسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.