سږ کال څه د پاڅه 13000 افغانان حج ته ځي

520

د طالبانو حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي چي سږکال به څه د پاسه ۱۳۵۰۰ کسان د حج د فریضې ادا کولو له پاره له افغانستان څخه سعودي عربستان ته انتقال شي.

د کرونا پاندیمي له امله پس له دوو کلونو وقفې وروسته، د اسلامي هیوادونو زائرین سږکال کولای شي د حج مراسمو د ادا کولو له پاره سعودي عربستان ته لاړ شي، خو د هغوی شمیر محدود شوی دی.

د طالبانو چارواکي وايي چي په تیرو دوو کلونو کي شاوخوا ۸۶ زره کسانو د حج د مراسمو ادا کولو له پاره خپل نومونه ثبت کړي دي او نوې نوملیکونه وجود نه لري.

د طالبانو د ادارې د حج او اوقافو وزارت ویاند، فضل محمد حسیني وايي چي ښځي باید له خپل محرم سره یوځای حج ته سفر وکړي. د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د ویاند په خبره، عربستان ځیني محدودیتونه وضع کړي دي چي له مخي یې، هغه کسان چي حج ته ځي باید له ۶۵ څخه یې عمر زیات نه وي او د کرونا واکسین یې هم لگولی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.