ط.. البانو پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي

363

ط.. البانو پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي بشپړ راپور

په افغانستان کې مقامات وايي چې ط.. البانو پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي‌ او کمرګي مالیات یې هم پرې لوړ کړي دي.

ط.. البان غواړي له بهرنیو مرستو پرته د افغانستان د معادنو د استخراج له لارې ډېر عواید ترلاسه کړي.

د ط.. البانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمـ.ـل ویلـ.ي‌ دي چې د ډبرو سکرو صادرات ځکه زیات شوي دي چې «موږ سوداګرو ته زمینه برابره کړې» ده.

نوموړي‌ وویل چې د ط.. البانو حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې د ډبرو سکرو د صادراتو له لارې د ۱۶ میلیون افغانیو په ارزښت عواید ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکـ.رایـ.ن باندې د روسیـ.ې له یرغل وروسته، اندونیزیـ.ـا چې د ډبرو سکرو لوی صادروونکی هېواد بلل کېږي، صادرات بند کړي‌ دي.

د اندونیزیـ.ـا د دغه اقدام له کبله په نړیوال مارکیټ کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې او په اروپايي هېوادونو کې یې تقاضا هم زیاته شوې ده.

د رویټرز خبري‌ اژانس د راپور له مخې ط.. البانو تېره اوونۍ د ډبرو سکرو په صادراتو باندې مالیه له ۲۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته لوړه کړه.

د راپور په اساس د افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات به د پاکستان ډېر ضرورت پوره کړي او په جنوبي‌ افریقا باندې به یې تکیه کمه کړي. دا مهال پاکستان د خپل ضرورت وړ ۷۵ سلنه د ډبرو سکاره له جنوبي افریقا څخه واردوي.

تر دې دمه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي‌ ویلي. خو یو پاکستاني چارواکي‌ د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات د میاشتې ۵۰۰زره ټنه ته رسېدلای شي.

د ط.. البانو د حکومت د معادنو او پترولیم وزارت مرستیال عصمـ.ـت الله برهـ.ـان ویلي‌ دي چې دا مهال څلور داخلي شرکتونه د ډبرو سکرو کانونه استخراجوي‌ چې اکثریت یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.