ایران دوه افغان وګړي اعدام کړي دي

709

ایران دوه افغان وګړي اعدام کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې ایران په خپلو دوو زندانونو میناب او بندر عباس کې د نشه يي توکو د قاچاق له قضیې سره په تړاو اعدام کړي دي. په دې کې یو الله نور نومېده چې ۳۴ کاله یې عمر درلود او دویم کس هم یارمحمد اسحاق زی نومېږي چې ۴۰ کاله عمر لري. ایراني رسنۍ وایي چې یادو دوو افغانانو د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود او په ۱۳۹۹ کال کې د ایران په بندرونو کې له نشه يي توکو سره لاس په لاس نیول شوي وو. ایران په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د اعدامونو کچه پکې ډېره ده او د نړیوالو قوانینو پر خلاف د نورو هېوادونو طبعه هم په خپل هېواد کې اعداموي.

داسې حال کې، چې تاجکستان لسګونه افغان کډوال ایستلي دي. د راپورونو له مخې د تاجکستان حکومت تازه پرېکړه کړې چې هغه هېواد ته ورغلي افغان کډوال وباسي. اوس تازه ځینې بهرنۍ رسنۍ وایي چې تاجکستان په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال ایستلي دي. په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د تاجکستان امنیتي ادارو اعلان کړی چې په خپل هېواد کې غیر قانوني اوسېدونکو افغانانو ته د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي، له همدې امله یې د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو له تاجکستان غوښتي وو چې دې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او له افغانانو سره د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې چلند وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.