دا يو ښکاره حقيقت ده چي سيګرټ څکول روغتيا ته زيات شميره زيانونه رسوي. تقريبآ په ټولو سيګرټيانو کې هر ډول سرطان په يو نه يو ډول د سيګرټ څکولو سره رابطه لري
سيګرټ څکول حتی د مور په ګيډه کې ماشوم ته هم زيان رسوي همدارنګه د انسان په بدن کې داسې جای نشته چي د سيګرټ له زيان څخه محفوظ پاتې شي
۱- د امريکا د سږو د ټولنې له نظره سيګرټ څکول د مرضونو يوه مهمه سرچينه ده او د خپل وخت څخه مخکې د مړينې لامل کيږي د نارينه ۱۳ او د ښځينه ۱۴ کاله عمر کموي
۲- هر کال پنځوس لکه انسانان د سيګرټ څکولو له امله مړه کيږي
۳- د هر سيګرټ په څکولو سره د يوکس ۱۱ دقيقي عمر کميږي
۴- ۲۰-۳۰ فيصده هغه ماشومان چي د سيګرټي ميندو په ګيډه وي له کم وزن سره پيدا کيږي او تقريبآ ۱۵ فيصده ماشومان له خپل وخت مخکې پيدا کيږي او د ۱۰ فيصده ماشومانو د مړيني باعث کيږي
۵- د سرطان له امله ۹۰ فيصده او د نفس تنګي له امله ۸۰ فيصده مړينه د سيګرټ څکولو سره رابطه لري
۶- نيکوټين په لوړه کچه عادت رامنځ ته کوي د سيګرټ د کش څخه وروسته نيکوټين په ډير تيزي سره دماغو ته ځان رسوي د هغي پيچکاري په نسبت چي د رګ له لاري ترسره کيږي.او هم د سيګرټو عادت پريښودل ستونزمن وي
۷- سيګرټ په سړي او ښځه دواړو کي د اولاد د کيدو وړتيا کموي هغه کسان چي سيګرت څکوي او اولاد يي نه کيږي ممکن وجه يي سيګرټ وي
۸- هغه والدين چي سيګرټ څکوي خپلو اولادونو ته هم روغتيايي مشکلات پيدا کوي لکه زکام د غوږونو مکروب او د ماشومانو د ناڅاپي مړينې سنډروم
۹- سيګرټ ډيرې خطرناکې ناروغۍ رامنځ ته کوي لکه نفس تنګي د زړه ناروغۍ په دماغو کي د ويني بهيدل د ويني جګ فشار سينه و بغل د غاښونو د وريو ناروغۍ د هډوکي نريوالي د سترګو پردي د اولاد نه کيدل دمعدې زخم او زيات شمير سرطانونه
۱۰- هغه لوګی چې سيګرټي يي له خولې راباسي هم بل نږدې کس ته زيان لري چي second hand smoking ورته وايي په امريکا کي هر کال ۳۵۰۰ کسان په سرطان د اخته کيدو له امله او ۴۶۰۰۰ دزړه په ناروغي د اخته کيدو له امله د second hand smoking له وجي مړه کيږي
۱۱- سيګرټ څکول د خولې بد بوي رامنځ ته کوي او بعضي وخت د ذايقې حس هم له منځه وړي
۱۲- سيګرټ څکول په نرانو کې جنسي کمزورتيا هم رامنځ ته کوي
۱۳- سيګرټ څکول روحي فشار زياتوي
۱۴- سيګرټ څکول د غږ د ټیټوالي لامل کيږي يعنې غاړه کينوي
۱۵- په سيګرټ څکوونکو کي د طلاق چانس ۵۳ سلنه زيات وي.؛د سيګرټ څکولو زيانونه له دي هم زيات دي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.