افغانستان کې خواله رسنۍ؛ د تبلیغاتو له سنګره، د جعلي خبرونو تر ډګره

614

خواله رسنۍ

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

اوس وختونو کې ټولنیزې رسنۍ په ځانګړي ډول فیسبوک او ټوېټر په افغانستان کې پر مهمو تبلیغاتي وسیلو بدلې شوې چې طالبان او د هغوی سیاسي او نظامي مخالفان تر ډېره له همدې لارو خپل غږ تر خلکو او نړیوالو رسوي.

شنونکي وايي، د طالبانو حکومت پر وړاندې د ښځينه فعالانو او ټولنیزو او سیاسي نیوکګرو د فعالیت په زیاتېدو سره، په خواله رسنیو کې د دغو کسانو پر وړاندې د طالبانو چلند هم بدلون کړی دی.

په برتانیا کې مېشت د افغانستان د وضعیت څارونکي یوه بنسټ افغان ویټنیس بي بي سي ته وویل، په ټولنیزو رسنیو کې د تبلیغاتو لپاره له انټرنېټ څخه ابزاري استفاده ډېره شوې.

د دغه بنسټ یوې څېړونکې “انوک تونیسین” بي بي سي ته وویل، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې یې پر خواله رسنیو د بشر حقونو کابو ۱۰۰ افغان فعالانې څارلي او موندلې یې ده چې پر وړاندې یې د سپکو او پوچو الفاظو کارول بېخي ډېر زیات شوي چې ډېری کاروونکي یې د طالبانو پلویان دي:

“زموږ شمېرې ښيي چې د اګسټ له میاشتې په مجازي نړۍ کې د دغو ښځو پر وړاندې د سپکو الفاظو کارول ډېر شوي دي. له کومې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلي؛ په هغو ورځو کې د دې الفاظو کارول اوج ته رسېدلي چې په کور دننه د ښځو له لوري د ښځو حقونو لپاره لاریون کېږي یا کوم بل فعالیت روان وي. په حقیقت کې د ښځو د ځورونې پېښې تر هغه ډېرې دي چې موږ راټولې کړې دي.”

د دغه بنسټ موندنې ښيي چې په خواله رسنیو کې د طالبانو او د هغوی د پلویانو فعالیتونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

په ورته مهال ځینې کسان ادعا کوي چې طالبان او د هغوی پلویان پر خواله رسنیو خپل فکري مخالفان څاري او د هغوی د پازابولو، ربړولو او ان نیولو هڅه کوي.

په دې وروستیو کې کابل ښار کې د یوه ټولنیز او سیاسي فعال عمادالدین دوران نیول چې پر خواله رسنیو به یې پر روانو سیاسي حالاتو څرګندونې کولې، له فکري مخالفانو سره د طالبانو د یاد چلند تازه بېلګه ده.

دوران

د عکس سرچینه،SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح،
د عمادالدین دوران ورور وايي، تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

عمادالدین دوران په وروستیو میاشتو کې پر خواله رسنیو کله د طالبانو حکومت او کله هم د پخواني حکومت پر کړنو نیوکې کولې.

د ښاغلي دوران ورور “شهاب الدین الفت” بي بي سي ته وویل، تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

” د مې میاشتې له ۱۴مې نېټې د کابل ښار له اوه لسمې ناحیې څخه طالبانو زما ورور وړی دی. د دوران ځینې دوستان یې هم د هغه له موبایله ګواښلي دي او ‘طالبان’ د هغه د فیسبوک او واټس اپ حسابونه هم کاروي. تر اوسه پورې موږ ته هیڅ معلومات نه دي را کړل شوي چې دوی دوران په کومه ‘قضیه’ کې بېولی او اوس چېرته دی.”

بي بي سي په ځلونو هڅه وکړه په دې تړاو د طالب ویاندویانو نظر ولري، خو طالبان د خپلو فکري مخالفانو د ځپلو په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

پر خواله رسنیو د ناکره معلوماتو سرخوږی

فېک نیوز یا ناسم خبرونه بله هغه ستونزه ده چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

موده وړاندې پر خواله رسنیو د یمني مېرمنو یو انځور خپور شو چې د فېک نیوز ښه بېلګه وه.

په دغه انځور کې لیدل کېږي چې یو شمېر مېرمنې د غره په ډډه کې پلې مخ پورته روانې دي. یو شمېر کسانو چې په ډله کې یې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهې پلویان هم و، پر خواله رسنیو یاد انځور خپور کړ او ادعا یې وکړه چې طالبانو په پنجشیر کې یو شمېر مېرمنې او ماشومان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي، خو وروسته روښانه شوه چې دا انځور اصلا د یمنۍ مېرمنو و چې خپلو کورونو ته یې اوبه وړلې.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو خپرېدل د رسنیو او خبریالانو لپاره په یوه سرخوږي بدل شوي دي:

” هغه کره معلومات چې باید خبریالانو ته ور کړل شي، نه ورکول کېږي او دا د دې لامل کېږي چې خلک پر هماغو شایعاتو او فواهاتو باور وکړي.”

د طالبانو پر وسله والو مخالفانو سربېره د دوی یو شمېر سیاسي مخالفان هم پر خواله رسنیو ډېر فعال دي چې د څارونکو په خبره، ځینې یې له همدې لارې د افغانستان د قومونو ترمنځ نفاق خپرولو ته لمن وهي.

bbc. pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.