څرخیدونکي حلقې

شېبه ګهیځ

974

څرخیدونکي حلقې

څرخیدونکي حلقې اوس هم څرخي

خو زه،  زه او زما د ژوند حلقې

همغاسې پخپل ځای ولاړې یو

په ځیر سره هغه تلونکې اوبه،

هغه روښنایي، د اسمان له نا پیدا سوریو

دا پیدا اوبو ته حیرانې یو

په دې نړۍ او تور رنګه ځمکه چې

ددې نا پیدا اسمان په مدار راڅرخي

داسې سره ګلان هم شتون لري چې

ددې سپین اسمان او تورې ځمکې

کې داسې دي لکه د کوچۍ پیغلې په تورو

کوڅیو او سپین مخ کې د ګلابو ګل

داسې د خپل په جنون کې

بې هدفه، پرته له کوښښ، پرته له کومې هېلې

نه داسې هیله چې رسېدل ورته اسانه وي

نه وصال، پیل او نشته هم کوم پای

*****  *****

حلقې او څرخونه

څرخ، څرخونه او حلقې

ټول څرخي، څرخي دهغې تورې ځمکې

په مدار چې سپین اسمان یې شتون نه لري

او زه هم همغاسې بې اختیاره او حیرانه

پخپل ځای ولاړه یمه

هغه نور او روښنایي ته چې یوې خوا ته یې

لمر او بلې خوا ته یې سپوږمۍ ده

خو ددې روښنایي د پای مزل یې

د خټو کور یعنې ګور دی

هغه د نور تارونه چې له کوره تر ګوره دی

هغه روښنایي چې د ساعت ستنو

سره برابرې دي او داسې برخلیک یې

لیکلی په طوفانونو او ګردونو کې

د خدای خلق شوي ژوندانه

خو زه بیا دده پولادین ستنو په سر

خپل د هیلو ماڼۍ ابادوم

ګرځم، څرخم او کوښښ کوم

تر اخري حده کوښښ کوم

خپل د روښانه، زرغون راتلونکې

او د ستر هیلو لاسته راوړلو په پار

******  ******

او زه……

له هغې ورځې چې زه په یاد یې لرمه

پرته له ستړیا او نه کوم ستوماني

ګرځېږمه څرخېږمه

د یوې بې پایلې مدار په دوره کې

زما د ذهن او جسم ټول اتمونه، او سلولونه

داسې بې پایله ده چې

د هیلو په جام کې مې نه شات شته

نه د غنمو یوه دانه

زما په زړه هم نه کوم خوشحالي او نه

کوم شور شته

اه اه

حلقې او څرخونه اوس

هم څرخي او څرخي

او زه ددې حلقو د پایلې په حسرت

کې چې پرته له دردونکي احساسونه

او حیرانتیا بل څه نه لري

دا حلقې او څرخونه هم پخپل

هر څرخېدو سره زما د وجود

ټول هډونه ماتوي ارمانونه مې وژني

هېلې مې خاورې او موخې له ما لرې کوي

خو زه یې یوازې ګورمه بل هېڅ نه

شم کولی هېڅ مې له لاسه پوره نه دي

لکه مرغۍ ایسار شوې

ددې نوراني مدارونو چې کله خوشحالي

خو کله هم لکه توره ورځ

چپ او دردونکی

زما په څلورو خواو کې څرخي

نه پیل لري او نه هم کوم پای

خو زه هم ګرځم نا قراره د لېونو

په څېر بې اختیاره

****  *****

موږ هېڅکله هم نه رسېږو

نه خپلو هیلو ته

نه هم هغه د غره شنو لمنو ته چې په

سپینو واورو پوښل شوی

نه هم کوم باد ته د رسېدو لار مومو

او نه هم هغه لاسونو ته رسېږو کومې

چې موږ یې د ګرمي هیله لرو

او نه ځان پیدا کوو له ځانه هم لرې یو

او پای کې هم موږ د هغو څرخو په څېر

همداسې په چپه خوله یو له بله تېرېږو

نه خو یو بل ګورو او نه هم یو بل پېژنو

د حبابْ په څېر له هوا ډکه

د ژوند له لوړو تېر او د هستي له هر

څه څخه تېرېږو پرته له کومې تمې

د ګرد باد په څېر چې د ځمکې له تله

پیل او د اسمان تر لوړه رسېږي

موږ هم لوړېږو ساه مو خپل اصلي

څښتن ته سپارو ابدیت ته ځو

له خارو جوړ او د خاورې غېږې ته ځو

له کوره تر ګوره مو ځای دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.