جمال ثریا

درخانۍ

638

جمال ثریا

جمال ثریا د ترکي ژبي یو پېژندلی سوی شاعر دئ چي اصلي نوم یې جمال الدین صبر دئ نوموړی په کال (۱۹۳۱م) کي د پولومور ښار (هغه وخت د ازرنجان یوه برخه وه) پیدا سوی دئ کوچنیوالی یې د پولومور په ښار کي تېر کړی او وروسته له خپلې کورنۍ سره بیلجک ته کډوال سو.

جمال د بیلجک په ښار کي په درس ویلو شروع وکړه زده کړې یې د اقتصاد په برخه کي د استانبول په بی اوغلو مکتب کي بشپړې کړې.

جمال ثریا خپل لومړی شعر د سپین شعر په نوم په کال(۱۹۵۸م) کي ولیکی او په ملکیه مجله کي خپور سو.

ثریا په ترکیه کي د دوهم نوي ادبي خوځښت له مخکښو او پېژندل سو شاعرانو څخه وو

هغه په خپله ژبه د شعر په ځانګړې نوښتونو، شکلونه او روښانه انځورونو سره وکولای سوای چي یو بریالی مثال و اوسي

جمال ثریا څه ډول خپل کورنۍ نوم ثریا ته بدل کړ؟

جمال د خپل یوه نږدې ملګرې سره شرط ایښی وو کچیري شرط وبایلم زه له خپل کورني نوم څخه یوه(ی) لیري کوم جمال شرط بایلي او نوم یې له سورایا څخه ثریا ته بدلوي.

نوموړي دا تخلص په لومړي ځل د مڼې په نوم شعر کي خپور کړ

د جمال ثریا مشهوره کتابونه مهاجر (۱۹۶۵م) مرا ببوس سپس به دنیایم بیاور(۱۹۷۳م) حرف های عاشقانه(۱۹۸۴م) نعل اتشین(۱۹۸۸م) نومېږي د جمال یوه شعري ټولګه (من بوی دارچینی میدهم) د همت شهباز لخوا فارسي ژبي ته ژباړل سوې ده او د امرود خپروندویې ټولنې لخوا چاپ سول.

جمال ثریا په خپل ژوند کي ځیني جایزې هم خپلې کړې لومړی جایزه یې د هفت تپې د شاعرۍ جایزه په کال (۱۹۵۹م) کي تر لاسه کړه دوهمه جایزه یې د ترکي ژبي له انسټیټوټ څخه په کال(۱۹۶۶م) کي واخیستل او ورپسې یې د بهجت نجاتي جایزه په کال(۱۹۸۸م) کي تر لاسه کړه همدارنګه د جمال ثریا تر مړینې وروسته د هغه په نوم د شعر یوه جایزه هم جوړه سول.

جمال په کال(۱۹۹۰م) کي د ۵۹ کلنو په عمر له دې نړۍ سره مخه ښه کوي او د تل لپاره خپله نړۍ بدلوي.

د شعر نومونې:

اګر روزي از من بپرسد

قوي ترین زنان دنیا چه کسانی هستند؟

جواب میدهم

زنانی که تنهایی را یاد ګرفته

(که یوه ورځ

له ما پوښتنه وکړي

د نړۍ ځواکمنې ښځې څوک دي؟

جواب ورکوم

هغه ښځي چي “یوازیتوب”

یې زده کړی دئ.

جمال ثریا

ژباړه: دُرخانۍ)

(دلتنګي اتفاق عجیبي است

ګویی که خواهی مرد

ولی نمی میمری

زړتنګون هم جالبه دئ

غواړې ومرې

خو نه مرې

جمال ثریا

ژباړه: دُرخانۍ)

حقیقت این بود،

هر آنقدر که توانستیم

کسی را خوشحال کردیم

به همان اندازه هم تنها ماندیم!

(رښتیا دا وه

هر څومره چي مي کولای سوای

خلګ خوشاله کړم

په هغه اندازه یوازي پاته سوم.

جمال ثریا

ژباړه: دُرخانۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.