مشهور هندی سندرغاړی «کی کی» تیره شپه په کولکاته ومړ

1,383

مشهور هندی سندرغاړی «کی کی» تیره شپه په کولکاته کې د یوه پروګرام پر مهال تر سندرو ويلو څو ساعته وروسته ومړ. د هغه طبعیت تر خرابیدو وروسته هغه روغتون ته انتقال کړای شو، چیري چې ډاکترانو هغه مړ وباله. په درو ورځو کې په هند کې دا دویم سندرغاړی دی چې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د یکشنبې په ورځ سدهو موسی والا، په ډزو وژل شوی و.

۵۳ کلن کرشن کمار کنتهه، چې په کی کی مشهور و د کنسرت پر مهال یي طبعیت خراب شو، خو سره له دې یې هم خپل پروګرام ته دوام ورکړ. هوټل ته تر ستنیدو وروسته یي طبعیت لازیات خراب او بې هوښه شو. کله چې نوموړی سیمه ایز روغتون ته ورسول شو داکترانو وویل چې هغه مړ دی.

کی کی، په ۱۹۹۹م کال کې د «پل» په نوم خپل البم سره د سندرغاړي په توګه د هند د هنر په ډګر کې د شهرت لوړ مقام ته ورسید. خو د سټیج پر سر کنسرت ورکول یي ډیر خوښ و. نوموړي پر هندي سربیره په تمیل، تیلګو، کنړ، ملیالم، مړاټهي او بنګالي ژبو سندرې ویلې دي.

د کی کی مړينې د هندي موسیقۍ مینه وال لا زیات خواشینې کړل. مخکې تر دې د یکشنبې په ورځ د هندي پنجاب مشهور سندرغاړی سدهو موسی ولا، د نامعلومو وسله والو له خوا ۲۰ ډزه ویشتل شوی او وژل شوی و.

د هند د لومړي وزیر نریندر مودي ترڅنګ، د هند د سینما مشهورو هنرمندانو، سیاستوالو او لوبغاړو د کې کې پر مړينې خپله خواشينې څرګنده کړې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.