د سعادت حسن منټو ژوند

ژباړه: عبید موسم

1,433

سعادت حسن منټو د پلار نوم ېې خواجه غلام حسن منټو چې کشمیری وو چې د ځایي محکمې ریس وو او مور ېې سردار بیګم پټان(پښتون) نومېدل، په کال ۱۹۱۲ د مۍ میاشتې پر یولسمه نیټه په برتانيوي هند په لدهینه کې زیږدلی وو، يعنې هغه مهال پاکستان نه وو جوړ شوی،

له ۱۹۱۲ څخه ۱۹۴۸ کال پورې برتانیوی هندي و، خو وروسته چې پاکستان د نقشې پر مخ راغې نو ځانته ته یې د پاکستاني تابعت وټاکلو..!

هغه د اردو ادب لوی لیکوال، د افسانو او ډرامو لوی لیکوال وو، لومړی زده کړې ېې د مسلمانانو په ښوونځي کې ترسره کړې چې دوه وارې په یوه ټولګي کې هم ناکام شو او وروسته ۱۹۳۱ کال کې ېې په هندو سبها کالج کې زده کړې پیل کړې خو په اول سمستر کې هم ناکامه شو، خو د هغه په ژوند کې  تغیر هغه وخت راغی کله چې په ۱۹۳۳ میلای کال له عبدالباری سره یې ولیدل، هغه یو لیکوال او عالم وو او هغه ته ېې توصيه وکړه چې د فرانسوی او روسی ژبې اثار مطالعه کړه، د عبدالباری په هڅونه هغه لومړی د ویکټور هوګو کتاب (د ممثل سړي اخري ورځ) اردو ژبې ته وژباړلو، ورپسې یې دوهم کتاب هم وژباړلو په دریم وار یې یو خپل (تماشه) اثر ولیکلو چې اکثره برخې ېې په ځایي ورځپاڼو کې چاپ شوې، منټو تر هغه وخته چا نه پیژانده چې کله ېې د مساوت او دوهم د احسان په نامه اثر ېې چاپ شول نو خلکو منټو ته پام شو..!

له سعادت حسن منټو څخه چا پوښتنه وکړه ایا د رنډۍ لمونځ کېږي؟

منټو ځواب ورکړ ؛ د هغو نارينؤ چې له دوی سره یو ځای په ګډه ګناه کوي، جماعت ته ځي په لومړی صف کې لمونځ کوي د دوی کیږي، نو د رنډۍ یا فاخشې لمونځ څنګه نه کیږي؟ ‍‍

کله چې منټو په افسانو لیکلو شروع وکړه نو لومړی خبره یې دا وکړه چې زه افسانې نه لیکم، بلکې افسانې ما لیکي…!

هغه ۲۲ د لنډو کیسو ټولګې، یو. ناول، پنځه ډرامې، درې مقالې او دوه ټولګې د شخصي یاداښتونو لیکلي دي..!

منټو کې چې واده وکړ او درې لوڼه یې هم پیدا شوې بیا چې کله برتانيوي هند وویشل شو او یو نوی پاکستان جوړ شو نو هغه په لاهور کې په یو داسې ځای کې اوسیدنه پیل کړه چې ماحول هرڅه ېې فخش وو، چې د هغه حالت د لیدو له کبله ېې په افسانو کې د فخش رنګ ور اضافه کړ، کلونه وروسته چې کله د هغه افسانې مشهورې شوې نو ادب لیکونکو پرې عریضه وکړه چې منټو په خپلو لیکنو کې بې ځایه فخش نومونه او الهامونه کاروي، کله چې محاکمې ته راوغوښتل شو نو لومړی خبره ېې دا وکړه

چې ښځې راز نشي ښکاره کولای، خو که چیرې ېې راز ښکاره کړ، نو د ټولنې ډیر مذهبي ملایان، ادیبان، ډاکټران او لوی لوی نارینه شخصیتونه به د شرمه سترګې هم نه کړي پورته..!

بیا یې سترګې په دروازه کې ولاړې د هغه پخوانی انډیوالو مرضیې ته ور واړولې هغې سترګې له شرمه ښکته واچولې، په محاکمه کې په هغه ډول ډول تورونه پورې شول چې یو تور د مشهورې رنډۍ عاجیه سلطان وو، په هغه یې تور پورې کړ چې زمونږ د رنډیو یا فاخشو راز او کیسې ټولو خلکو ته په لیکلي بڼه ورکوي، همدا رنګه په هغه ټول تورونه د فخشاء لیکنو په اړه وو د قاضي په وروسته پریکړې سره هغه د افسانو او لیکلو څخه د تل لپاره بند شو او یو څه یې نغده جریمه ترې واخیسته اخري اخطار ېې دا وو که بیا د داسې څه ولیکل نو د تل لپاره به په زندان کې وې، منټو څه نشول لیکلی او د ډیرې خفګان او پریشانۍ څخه ېې شراب شروع کړل او وروسته په ۱۹۵۵ د جنوری په ۱۸ نیټه د ډیرو شرابو څښلو له امله ومړ..!

د هغه ځینې خبرې دا دي..!

⑴ ما ته دوه ځایونه د زړه سکون او ارام راکوي،

یو د رنډۍ کوټه او بل د پیر مزار،

ځکه دغه دواړه ځایونه له قالین څخه نیولي تر بام او چت پورې ټوله دوکه چل ول او برګي ده، کوم انسان چې خپل ځانته پخپله چل او فریب ورکوي، نو تر دې بل ښه مقام نور نشته چې ښه پوهیږې خو نه پوهیږې.،

په رنډۍ خانه کې مور او پلار په خپلو اولادونو تجارت کوي، او پیر بیا په هديرو او زیارتونو کې په خدای ج تجارت کوي..!

⑵ ښځه هيڅکله بدرنګه نده..!

⑶ ښځې یواځې د غریب او بدرنګه سړي په تیري یا تجاوز شور او غوغا جوړوي، ښکلي او مالداره ته لکۍ وهي.!

⑷ کومې ښځې چې تاته د خپل سینه بند کره اندازه….  دروښودله نو هغه هیڅکله تاته فریب او دوکه نه درکوي..!

⑸ رنډۍ بدې ښځې ندي، بلکې بدې ښځې هغه دي چې د ښې ښځې تمثیل کوي..!

⑹ نن هم ښځه د کوم تعویزګر یا هم بې وجدان ډاکټر د هوس او شهوت ښکار ده، نن هم رنډۍ په تور حجاب کې د بازار څخه په امن کې نده، نن هم په کم عمره ماشومانو جنسي تیری کیږي، اوس هم په ځینو ادارو کې ښځو ته د شهوت الې سند ورکول کیږي او هره ناروا غوښتنه د دندې او تمې په مقابل کې پرې منل کیږي!

⑺ ناریناوو ته د خپل کور مېرمنې د ښځو په څیر ښکاري، نورې ښځې ورته د غوښو پلن او ډک دوکانونه ښکاري، او نارینه ورته د هغو سپیو په څیر ورته ولاړ وي چې سترګې ېې هوس ځپلي وي او غوښو ته ګوري..!

⑻ زه غواړم چې ښځې د سړکونو په سر ودریږي، سیګرټ ولګوي، او د سېګرټ لوګی او دود د هلک په طرف وپوف کوي، بیا پاڼ (هندي نصوار) وخوري او خراشکی یې په بې پروایی په دیوال وروتپي، ديوالونه او عامه ځایونه به ولړي، بیا د سړک په سر کیني، او هلکانو پسې شپیلک ووهي..

زه غواړم ښځې خبرې وکړي، ووایي چې فلانی ډیر د نه سړي زوی دی، او دا هم ووایي چې ولا هغه زوم تر واده مخکې د بلې جینی سره په چکر تللی وو او خپل د نارینتوب بکارت ېې بایللی دی، بیا هم خبرې وکړي چې فلانی ډیر کمزروی او نادان خوی لري، دوی بیا هم خبرې وکړي چې فلانی هلک ډیر چټل لباس اغوندي، بدخویه دی، له نجونو سره ېې مچې اخیستي تر واده مخکې یې کومې کومې ناروا ندي کړي، دا هم ووایي چې د فلاني هلک د پتلون ځنځر هروخت ښکاري، د تخرګونو او د نامه لاندې ویښتان یې هروخت ببر وي..!

زه غواړم زمونږ ښځې په تشنابو کې د خپلو تناسلي الو انځورګرۍ جوړې کړي، او د هلکانو د مبایل شمیرې ولیکي، لکه څنګه ېې چې اوس هلکان لیکي، او همدارنګه د هلکانو نرخ هم ورسره ولیکي، چې دا ذلیله په یو وار او په یوه شپه څومره پیسې اخلي..!

زه غواړم ښځې ناریناو ته کنځل وکړي، د دوی پلار ته د دوی ورور ته کنځل وکړي کله څنګه چې نارینه د نورو خور او مور ته کوي، داسې کنځل ورته وکړي چې د نارینه نارینتوب تر سوال لاندې راولي..!

زه دا هرڅه غواړم وشي، خو دا امکان نه لري، ځکه چې ښځې دومره بې غیرته او کمعقلې ندي او نه هم داسې کیدلی شي لکه څومره چې نارینه پست او ذلیله دي..!

ژباړه: عبید موسم (کویټه بلوچستان ۱۴۰۱ مرغومی ۹)

اخځليكونه:

 ویکيپېډيا سعادت حسن منټو

www.rekhta.com

www.ilm.com.pk

www.farzana.worldpress.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.