یونیسف په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو په اړه اندېښنه ښودلې

490

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوول محمد اګ ایویا افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د افغانستان څانګې مشر محمد اګ ایویا پرون ناوخته په خپله ټویټر پاڼه  لیکلي چې په کابل او پروان کې یې د ماشومانو له څو روغتونونو لیدنه کړې ده. ایویا د دغو روغتونونو په اړه ویلي چې په دغو روغتونونو کې یو شمېر خوارځواکي ماشومان مري. د یونیسف چارواکي دا هم لیکلي چې هغه له هغو میندو سره لیدلي چې د خپلو ماشومانو د وضعیت له ښه والي څخه ناهیلي وې. تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړی و. دغې ادارې په دې وروستیو کې ویلي وو چې که په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي، ښايي یو میلیون ماشومان دخوارځواکۍ له کبله مړه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.