افغانستان کې لسګونه زره ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي

589

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې لسګونه زره ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي چې يو شمېر يې د دې ناروغۍ له کبله تلف شوي هم دي. د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې د روان کال له جنورۍ بيا تر اګسټ مياشتې پورې په ټول هېواد کې ۶۵ زره او ۴۷۰ ماشومان پر شري اخته شوي چې له دې ډلې ۳۶۷ تنه تلف شوي دي. شری يوه ساري ناروغي ده چې تر ډيره ماشومان پرې اخته کېږي. روغتياپوهان د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د واکسينو د دوو ډوزونو پر تطبيق ټينګار کوي، خو وايي چې د واکسينو په تطبيق کې د ستونزو او دغه راز خوارځواکۍ د پراخېدو له کبله د شري ناروغۍ پېښې او له دې کبله د ماشومانو تلفات ډير شوي دي. د يادونې وړ ده چې يوازې د ثبت شويو ارقامو پر بنسټ دا مهال يوولس سوه زره افغان ماشومان پر شديدې خوارځواکۍ اخته دي او ښايي په لرې پرتو او له لاسرسي بهر سيمو کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر تر دې هم ډير وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.