د پښتونستان واټ تاريخ

بختیار احمد ژمن

1,087

پښتونستان واټ په ۱۹۵۰ ز. کال کې په ۱۳۲۸ لمریز کال ، په پغمان کې د ټولې پښتونخوا قومي مشرانو ، د لرو پښتنو د ملتپالو ګوندونو سرمشرانو او استازو ، د برو پښتنو د سیاسي کړیو استازو او د افغاني دولت لوړ پوړو چارواکو په یوې سترې ملي جرګې کې پریکړه وکړه چې د وږي ۹ مه به د افغانانو ، پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به یادیږي . همدارنګه نوموړې جرګه کې د پښتونستان په ملي ترانه هم هوکړه وشوه چې دا ترانه به تل د پښتنو او بلوڅو لپاره د کابل راډيو د هغه مهال د خپرونې په پای کې د شپې د اتو بجو د پښتو خبري سرویس څخه مخکې خپرېده . د وږي ۹ مه له ۱۳۲۸ کال روسته ، په لرې پښتونخوا او په تیره بیا افغانستان کې د یوې ملي ورځې او جشن پتوګه هرکال لمانځل کېده . په دې ورځ به کابل کې د کابلیانو او د لرو برو پښتنو لخوا لوی لاریون ترسره کېده او بیا به ټول لاریون وال د کابل په پښتونستان واټ کې راټولېدل او په پرتمینه غونډه کې به يي د لرو پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د ملي حقوقو په اعاده کې له هغوی سره خپل پيوستون او ملاتړ څرګنداوه . زیات وختونه به دلته د پښتنو وتلو مشرانو لکه ارواښاد فخرافغان باچاخان د پښتونستان د خپلواکۍ په اړه د ورځې مبرمې خبرې کولې او کله به د پښتنو انقلابي شاعر اجمل خټک په دې اړه خپل سوځنده شعرونه لوستل . دلته به ګډونوالو د پښتونستان پنوم شعارونه ورکول او په ملي اتڼونو سره به يي ددي ورځې ښکلا او لویا لازیاتوله . افغانستان راډیو به د پښتونستان په اړه د ملي سندرو او ترانو په وړاندې کولو سره د لروبرو پښتنو په بیا پيوستون کې خپل اغیز بخښه . همدارنګه دا ورځ به د افغانستان په نورو ښارونو لکه جلال اباد کې هم ، په پرتمینه توګه لمانځل کېده . دې دود په لږو ډېر توپير سره تر ۱۳۷۱ کال پورې ادامه درلوده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.