کله دومره بختور یم

عبدالباري جهاني

564
کله دومره بختور یم
زه لار ورکی مسافر یمه روان یم
هر ځای شړکنده باران را پسی ګرځي
د تیارې غیږي ته درومم
وایم ګوندي چي پناه سم
مخامخ تته رڼا کي
د سړک پر غاړه تور څادر رپیږي
دا هغه نجلۍ خو نه ده؟
چي مي څو ځله د وران او د زاړه سړک پر غاړه
د څراغ تتي رڼا ته وه لیدلې
نیمه پټه په زړو څیري جامو کي
لکه سیوری، لکه وهم، لکه وېره
لکه نکل د ماشومي شپې په زړه کي
هم شیرین هم وېروونکی لړزوونکی
د خپل زړه درزا مي اورم
دا هغه نجلۍ خو نه ده؟
چي ازل یې قلم زما سره وهلی
چي ماشوم وم را ته مورکسیه کوله
چي را لوی سم په کتاب کي مي لوستله
له ښوونکي له ملا مي اورېدله
چي په شپه د پسرلي کي به باران وي
غړومبېدلی به آسمان وي
خوځېدلی به توپان وي
تورېدلي ترهېدلي به مرغان وي
یوه حوره به راکښته سي له پاسه
ښایسته به وي بې حده بې قیاسه
لکه جوړه له ګوهرو له الماسه
یو زلمی به د شپې ونیسي له لاسه
یوه بل ته به زړه ورکړي بې وسواسه
بس هغه ده چي مي مور کیسه کوله
په کتاب کي چي مي هره شپه لوستله
چي ښوونکي او ملا به را ښودله
چي په خوب کي او په ویښه مي لیدله
خدایه کشکي مي دا شپه نه ختمېدلای
د خیالي حوري په خیال کي زنګېدلای
او دا خوب مي تر وروستۍ سلګۍ لیدلای.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتي اتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.