ناروغ پرویز مشرف بیرته هیواد ته ستنیږي

455

په پاکستان کې چارواکي هیواد ته د پوځ د پخواني لوی درستیز او دیکتاتور پرویز مشرف د بیرته تګ لپاره ترتیبات نیسي.

د حکومت یو جګپوړي چارواکي مونږ ته دوشنبه جون ۱۳ (غبرګولي۲۳) ویلي چې مشرف به په هوایي امبولانس کې د دوبۍ څخه پاکستان ته ولیږدول شي.

جنرال پرویز مشرف چې روغتیایي وضعیت یې ښه ندی او پخپله خوښه یې ځان جلا وطن کړی، د خپلې کورنۍ او ډاکټرانو په سلا مشورې هیواد ته ستنیږي.

سره لدې چې دې حکومتي سرچینې د مشرف د بیرته ستنیدو نیټه او وخت په ډاګه نکړ خو دومره یې وویل چې د پاکستان قوي پوځي اداره د پخواني لوی درستیز د بیرته ستنیدو د پریکړې ټینګ ملاتړ کوي.

دغه پخوانی ۷۹ کلن جنرال د کافي ډیر وخت راهیسې په عربي متحده اماراتو کې په ناروغ وضعیت کې پروت دی.

د مشرف کورنۍ هم تیره اوونۍ ویلي چې د هغه روغتیایي وضعیت پیچلی شوی او درې اوونۍ په روغتون کې بستر و. دا پخوانی دیکتارو د امیلو یډوز په ناروغۍ اخته دی چې د انسان په وجود کې زړه، بډوډی او ځګر له منځه وړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف چې د مشرف یو سر سخت منتقد دی د شنبې په ورځ یې وویل چې د “هغه (مشرف) ناجوړتیا ته په کتو هیواد ته د بیرته ستنیدو لپاره باید هیڅ خنډ نه وي”.

خواجه آضف په ټویټر کې لیکلي، “پخوانۍ پیښې باید پرې نښودل شي چې د لارې خنډ شي. الله ج دې هغه سره په روغتیا کې مرسته وکړي چې وکړی شي خپل پاتې ژوند په عزت تیر کړي”.

سره لدې چې د مشرف کورنۍ په مطبوعاتو کې خپاره شوي راپورونه چې پکې ویل شوي و، مشرف ته د سا اخیستلو مصنوعي آله لګول شوې خو دا یې تائید کړې چې هغه د ناروغۍ “داسې یو سخت پړاو ته رسیدلی چې غړیو یې کار پریښی او رغیدل نا ممکنه دي”

دې پخواني دیکتاتور ته په ۲۰۱۶ کال کې په ضمانت اجازه ورکړل شوه چې عربي متحده اماراتو ته د درملنې لپاره ولاړ شي خو د هماغې نیټې راپدیخوا یې پخپلې خوښې ځان جلا وطن کړی.

په مشرف د خیانت تور دی او اماراتو ته تر روانیدو مخکې د همدې تور له کبله محاکمه کیده.

دې پخواني دیکتاتور په ۱۹۹۹ کال د نواز شریف د حکومت پر ضد نظامي کودتا وکړله او وروسته یې خپل ځان جمهور رئیس اعلان کړ خو د هغه سیاسي متحدینو د ۲۰۰۸ کال عمومي انتخابات وبایلل او مشرف اړ کړل شو چې د محاکمه کیدو څخه د بچ کیدو په خاطر باید د جمهور رئیس په توګه واک پریږدي.

په پرویز مشرف د خیانت تور ځکه لګیدلی چې هغه په ۲۰۰۷ کال کې په واک کې د پاتې کیدو په خاطر د پاکستان اساسي قانون وځنډاوه او په هیواد کې یې اضطراري حالت اعلان کړ. مشرف همدرانګه د پاکستان څو تنه جګپوړي قاضیان په کورونو کې نظر بند کړل.

سره لدې چې په لومړي سر کې یوې محکمې دې پخواني نظامي دیکتاتور ته د مرګ سزا ورکړې وه خو وروسته یوې بلې عالي محکمې په ۲۰۲۰ کال کې د هغه پر ضد قانوني بهیر د اساسي قانون خلاف وبوله او د مرګ سزا یې هم باطله کړله.

جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۱ کال کې وروسته تر هغه نړیوال مشروعیت چې سخته اړتیا یې ورته درلوده، تر لاسه کړ کله چې هغه په متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱ مې نیټې ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جګړې کې ملګرتیا وکړله.

پاکستان امریکایي او نورو ائتلافي ځواکونو ته اجازه ورکړله چې په افغانستان د بریدونو لپاره د دې هیواد د هوا او ځمکې او نظامي اډو څخه کار واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.