د ډاکټر نبي مصداق د لومړي تلین په پار

محمد طارق بزګر

900

د ګران دوست ډاکټر نبي مصداق د لومړي تلین په پار

(دا پوست د تیر کال د همدې ورځې دی)

د غم له پاسه غم

افغانستان یو بل د ککري خاوند له لاسه ورکړ.
اوس چې دلته ناروې کې د شپې درې نیمې بجې دی، د خوب په نیت مې خپل کار مې بند کړ، خو مخکې له دې چې کمپیوټر مې بند کړم د عادت له مخې مې فیسبوک ته سره ورښکاره کړ د هر څه مخکې مې د ښاغلی ډاکټر نبي مصداق د مړینې په دردونکی خبر سترګې لمدې شوې. انا لله و انا اليه راجعون.
زما د کلونو کلونو مهربانه دوست او ملګري ډاکټر نبي مصداق چې له انګلستان نیولې، تر امریکا او بیا په دا وروستیو کلونو کې خپل افغانستان کې تل په اړیکه کې وو د ملګرتیا تر څنګ یې کلونه کلونه دعوت مجلي او دعوت ميډیا ته ډېرې لیکنې کړي دی، او هم ورسره ما شخصاُ ډیرې مرکې کړي دي. دوه کاله مخکې مې وروستی ځل په کابل کې چې د ولسمشر سلاکار وو، د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ د هغه په دفتر کې سره ولیدل. په لنډ ډول مو د زړه دردونه شریک کړل. چای مې ورسره وڅښه، ډیر ټینګ شو چې بله ورځ یې میلمه شم، ورته ومې ویل ستاسو لیدل مې غوښتل زه د حکومتي غټانو ډوډۍ نه خورم او هر څومره نژدې دوست مې چې په واک کې وي اړیکه ورسره نه پالم، خو نه پوهیږم تاسو ته ولې راغلی یم. ښه یې وخندل ویل یې دا درې میاشتې وشوي د ولسمشر چې مشاور یې یم نه مې دی لیدلی، دا زموږ حکومتي غټوالی دی. دواړو ښه په کړس کړس وخندل. د تلیفون او نت د لیارې تل په تماس کې وو، د کرونا یې څو ورځې مخکې خبر شوم، دې ته منتظر چې یو څه ښه او څو ورځې تېرې شي زنګ به وروهم، خو مرګ د چا انتظار نه کوي.
دا په دې لنډو ورځو کې زما د دریو شخصي دوستانو او د دردېدلی افغانستان اصیلو بچیانو ارواښاد مصطفي عمرزي، استاد رسول باوري او دا اوس مصداق صاحب یو د بل پسې د سولې په ارمان د خاورو میلمانه شول.
خبره نه اوږدوم. د لوی او بښوونکې څښتن څخه ډاکټر نبي مصداق ته د فردوس جنتونه او کورنۍ، دوستانو او مینه والو ته یې د زړه صبر غواړم.
May be an image of 2 people, people sitting and indoor
عکس: په ۱۹۹۶ کال د انګلستان په برایټن کې د اراښاد مصداق په کور کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.