ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د ښځو «سيستماتيکه ځورنه» غندلې ده

546

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مشرې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو په سيستم کي د »بنيادي شوي سيستماتيکي ځورني« غندنه کړې او خبرداری یې ورکړ چې د ښځو حالت بحراني دی.

Hochkommissarin für Menschenrechte Michelle Bacheletميشل باشلې په ژنيو کې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته ويلي دي چې له هغه وخته چي طالبان بیا واک ته رسېدلي دي، افغانان «هلته د يوه نسل تياره شيبې تجربه کوي.» نوموړې په ځانګړي توګه د «جنسيتي نابرابرۍ د مصيبت» غندنه وکړه.

هغې وويل چې پر دې ژمنې سربیره هم چې طالبان به دا ځل له هغه ډول سخت دريځۍ څخه کار نه اخلي لکه د دوی په لومړۍ دوره کې چې د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې تجربه شوې وه، يو شمیر محدوديتونه لګول شوي دي. په لسونو زره نجونې ښوونځي ته او دولتي کارکوونکې خپلو دندو ته د ستنېدو اجازه نه لري.

تېره مياشت د طالبانو مشر هيبت الله اخوندزاده ويلي ول چې ښځې بايد په عمومي توګه پر کور پاته شي. دوی ته همدا راز د بشپړ حجاب او مخ  پټولو سپارښتنه هم شوې ده.

باشلې چې په مارچ میاشت کې یې افغانستان ته سفر کړی وو، ویې ويل چې افغان ښځو «پر د نه تصور وړ ننګونو» سربيره هم د خپلو حقونو له پاره مبارزې ته دوام ورکړی دی. خو نوموړې زياته کړه: «د هغوی حالت بحراني دی.»

باشلې وويل: «زه بايد واضح ووايم: موږ نن سبا په افغانستان کې د بنيادي شوې سيستماتيکې ځورنې شاهدان يوو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دې کميسارې ټينګار وکړ چې پر ښځو لګول شوي وروستي محدوديتونه «د هغوی د ژوند ټول اړخونه يعني روغتيايي خدماتو، ژوند او بشري مرستو ته د هغوی او د هغوی د ماشومانو لاس رسی په منفي توګه اغیزمنوي.»

نوموړې پر دې سربیره په هيواد کې د بشري او اقتصادي بحران يادونه هم وکړه او ویې ويل چې د کابو ۹۳ سلنه کورنيو خواړه تضمين نه دي. باشلې همدا راز دې ته هم اشاره وکړه چې افغان ښځو ته د خبرو د فرصت نه ورکولو پرته به افغانستان د چيلينجونو اوږد ليست ته رسيدګي و نه کړای شي.

نوموړې ټینګار وکړ: «له بحرانونو څخه د افغانستان د خلکو د راوتلو لاره د يو څو کسانو په هڅو نه شي هواريدلای.» هغې زياته کړه: «د سولې پر لور د افغان ټولنې د حرکت له پاره اړینه ده چې ټولو افغانانو ته په پاليسۍ جوړونې او د تصميم نیونې په پروسو کې ونډه ورکړل شي. په دې کې د ښځو او نجونو غږ اروېدل هم شامل دي.»

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.