خاموشه قام چې د کیسو هنر یې نه زده

سید عبدالله نظامي

1,042
خاموشه قام چې د کیسو هنر یې نه زده.
برېتانیا کې یو فلم پروډکشن د افغانستان په تړاو یوه سټیج ننداره کې د یوه قوم وګړي تمثیلوي چې ګواکې تر ټولو ډیر ځپل شوي. د نندارې مسولې د سکرېپټ چمتو کولو پر مهال له ما مالومات اخستل ویل یې دا خلک څومره افغانستان کې ځپل شوي.
ما ویل څومره چې پښتانه ځپل شوي یو قوم هم نه دی ځپل شوي.
د هزاره، تاجک، ازبک او نورو په کورونو ما د داسې بمباریو رپوټونه نه دي اورېدلي چې لسګونه کسان دې پکې وژل شوي وي.
په دا دیرشو کلونو کې د دشتې لیلې داستان چیرې پر بل قوم نه دی تکرار شوی.
ما نه دي اورېدلي چې امریکایانو دې له پښتنو پرته د بل کاله ټوله کورنۍ وژلي وي او یوه ۶ کلنه ماشومه یې نیم ژوبله پاتې وي.
ما نه دي اورېدلي چې له ۳۰۰۰ ډیر قومي مشران دې د بل قوم په هدفي وژنو کې مړه وي.
ما نه دي لیدلي چې وسله والې ډلې دې د جګړې لپاره د نورو قومونو دومره شمیر ځوانان په جبریا چل ور خپل کړي.
د سنګین د نړېدلي او ټوټه بازار انځور د هیواد یوه برخه کې هم نشته.
د هیڅ قوم دومره ځوانان د طالب او پوځ په لیکو کې نه دي مړه لکه د دوئ.
د هیڅ قوم دومره ښونځي نه دي سوځل شوي لکه د دوئ، د زابل او هلمند په ډيرو سیمو کې دا دیرشت کلونه ښونځي لا نه و.
اوس هم طالبانو د پښتنو سیمو کې ښونځي تړلي او په نورو سیمو کې نرمي کوي.
وايي نو ولې فریاد د نورو ډیر دی؟
ما ویل ښايي یو دلیل یې دا وي چې دا قام تل خپل درد ګور ته وړي او یا یې د کیسې او شور هنر نه زده، ځکه خو همداسې پیړۍ پیړي وشوې ځپل کېږي.
هفوی تل بریالي دي چې خپل غږ پورته کوي، او د کیسې هنر لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.