د طالبانو ادعا: د حکومت په رسمیت پیژندلو کې مو تر ټولو ستر خڼد امریکا ده

519

په افغانستان کې طالبانو ادعا کړې چې متحده ایالات د دې ډلې د حکومت په رسمیت پیژندلو کې تر ټولو ستر خنډ دی.

طالبان چې څه باندې لس میاشتې کیږي په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی تر اوسه د نړي هیڅ یو هیواد یا ادارې یې سرپرست حکومت په رسمیت ندی پيژندلی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د دې ډلې پالیسۍ او یا کوم هیواد د دې سبب شوی چې تر اوسه دا ډله هیچا په رسمیت نده پیژندلې، ذبیح الله مجاهد وویل چې “زما په فکر تر ټولو ستر خنډ متحده ایالات دي” چې د هغوي مشروعیت یې ځنډولي.

ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د WhatsApp د یو ګروپ له لارې خبریالانو ته کړي چې همدا ډله یې چلوي.

مجاهد ویلي، ” هغه (امریکا) نور هیوادونه نه پریږدي چې پدې لورې قدم واخلي او پخپله یې هم کوم اقدام ندی کړی. تر کومه ځایه چې د بهرنیو لخوا د مشروعیت مسله ده ، زه فکر کوم تر ټولو ستر خنډ متحده ایالات دي”.

د طالبانو دې ویاند همدرانګه ادعا وکړه چې د دپلوماتیک رسمیت پیژندلو لپاره د هغوي حکومت ټول شرایط پوره کړي او پدې یې هم ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو په ګډون ټول هیوادونه باید دا درک کړي چې د طالبانو سره سیاسي تعامل د ټولو په ګټه دی.

هغه وویل، “دا به نړۍ ته اجازه ورکړي چې خپل شکایتونه په رسمي توګه د طالبانو سره شریک کړي”.

د طالبانو دې جګپوړي چارواکي همدارنګه وویل چې د جګړې پر وخت یې د متحده ایالاتو سره دښمني وه خو دا چې اوس جګړه پای ته رسیدلې، طالب مشران د دوحې د سولې د تړون له مخې د متحده ایالاتو سره غوره دوه اړخیزې اړیکې غواړي.

سره لدې چې طالبان ادعا کوي د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي خو د متحده ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې طالبانو ته شرط ایښی چې که په رسمیت پیژندل غواړي باید داسې حکومت جوړ کاندي چې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو،میرمنو او مذهبي او قومي اقلیتونو ته پکې برخه ورکړل شوې وه.

د طالبانو لپاره بل شرط دا هم دی چې باید د میرمنو او نجونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی ولري.

د طالبانو د کابینې ډیری غړی پښتانه او ټول یې نارینه دي. طالبانو همدارنګه واک ته تر رسیدو وروسته د افغان میرمنو په ورځني ژوند، کار کولو او تعلیم ګڼ شمیر محدودیتونه او بندیزونه وضع کړي. لا تر اوسه هم د هیواد په ګڼ شمیر سیمو کې د افغان نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شويدي.

طالبانو همدرانګه په ځینو حکومتي ادارو کې د میرمنو د کار کولو مخه نیولې. په میرمنو د محدودیتونو په تازه اقدام کې طالبانو افغان میرمنې چې حجاب نکوي د “حیواناتو” سره پرتله کړې.

د طالبانو امر بالمعروف د کندهار ښار پر سرکونو لوحې لګولي او پرې لیکل شوي، کومې ښځې چې اسلامي حجاب نه کوي “له حیواناتو سره د مشابهت هڅه کوي”.

یوه میاشت مخکې د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده فرمان صادر کړ چې ښځې باید عموما پر کور پاتې شي او په بیرون کې باید مکمل حجاب وکړي.

په همدې روانه اونۍ کې، د امر بالمعروف له خوا د کندهار ښار په لارو کوڅو کې لوحې لګول شوي چې پرې په حجاب او چادرۍ کې د ښځو عکسونه کښل شوي او لیکل شوي چې “مسلمانه ښځه د حجاب په نه مراعت کولو سره له حیواناتو سره د مشابهت هڅه کوي”.

ذبیح الله مجاهد هم په افغان میرمنو د محدودیتونو دفاع وکړله او زیاته یې کړه چې په میرمنو دا بندیزونه د شرعیت مطابق دي او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي زیاته یې کړه چې د شرعیت تطبیق کول د طالبانو مسؤلیت دی.

هغه وویل، ” هیله لرم چې افغان میرمنې د هغو شیانو تقاضا ونکړي چې د اسلامي اصولو خلاف دي”.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.