په سرحدي ولایتونو کې بیا د کلدارو او تومانو کارونه ډېره شوې

775

په سرحدي ولایتونو کې بیا د کلدارو او تومانو کارونه ډېره شوې

د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې یو ځل بیا د کلدارو او تومانو کارونه ډېره شوې ده.

د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې هټیوال (دوکانداران) او سوداګر وايي، د افغانیو ځای کلدارو او تومان نیولی او تر ډېره راکړه ورکړه په همدې اسعارو کېږي.

په سرحدي ولایتونو کې د ګاونډيو هېوادونو اقتصادي اغېز، د افغانیو نوټونو کموالی او د اړوندو ادارو لخوا دې مسئلې ته نه پاملرنه لامل شوې چې په دې ولایتونو کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه ډېره شي.

حبیب الرحمان رحیمي چې د کندهار په ښار کې د موبایلو پلورنځی لري، وايي، په دې ولایت کې اوس د کلدارو کارونه ډېره شوې او دوی چې مشتریانو ته خپل توکي په افغانیو هم بیه کوي، هغوی کلدارې ورکوي.

رحیمي ووویل: “ټول خلک چې وینې، کلدارې راوړي. د کلدارو بیه ټیټه ده، ځکه ټول کاروبار په کلدارو دی، یو شی چې موږ په افغانیو ورته بیه کړو، دوی وايي چې کلدارې څو درکړو؟”

په نیمروز کې بیا د افغانیو په ځای تومان کارول کېږي.

د دې ولایت اوسېدونکي محمد عوض محمدي مونږ ته وویل، چې له ایران سره ګډه پوله، ایران ته د دې ولایت د اوسېدونکو ډېر تګ، سوداګري او د نیمروز په بازارونو کې د افغانیو نوټونو کموالی لامل شوی چې د دې ولایتونه اوسېدونکي د افغانیو پر ځای تومان وکاروي.

محمدي وايي: “دلته افغانۍ ډېرې کمې پيدا کېږي، میده پیسې هم که وي، ډېرې سولېدلي او دوکانداران یې نه اخلي خو د ایران پیسې که زړې هم شي، چلېږي او اخیستل کېږي.”

د افغانستان په ختیځ کې که څه هم د تېر جمهوري حکومت په مهال د افغانیو د ترویج لپاره سیمه ییزو چارواکو ډېرې هلې ځلې وکړې خو اوس هم کلداره په کې چلېږي.

په ننګرهار کې د سوداګرو او د اصنافو د ټولنې مشر عزیزالرحمان عرب مونږ ته وویل، چې په ختيځ کې راکړه تر ډېره په افغانیو کېږي خو په سرحدي ولسوالیو کې لا هم د افغانیو پر ځای کلداره کارول کېږي.

عرب وویل: “په ختيځ کې ډېره راکړه ورکړه په افغانیو کېږي خو په سرحدي ولسوالیو لکه شینوارو، مومنددرې او تورخم کې د کلدارو د کارونې فیصدي ډېره ده. په دې ولسوالیو کې د ډېرو شیانو پېر او پلور په کلدارو کېږي.”

ښاغلی عرب وايي، په دې اړه دوی، د طالبانو د حکومت له اوسنیو چارواکو سره هم خبرې کړې دي خو هغوی په دې مسئله کې جدیت نه دی ښودلی.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک مسولانو تر دې مخکې ویلي و، چې دوی په هېواد کې د افغانیو د ترویج لپاره کوي خو دا چې تازه په سرحدي ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي او د افغانیو د ترويج لپاره څه پلانونه لري؟ په دې اړه یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان په بازارونو کې په کلدارو او تومان د راکړې، ورکړې د مخنیوي او د افغانیو د ترویج په موخه د ټولنیزو رسنیو ډېر شمېر کارونکو هم، کمپاینونه کړې وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.