ګیدړ او آس_ د ماشومانو لپاره کیسه

رڼاګل اریوبزی

2,590

په تیروزمانو کې یوه بزګر یو وفادار آس درلود، خوآس زوړشوی و او نور يې د بزګر خدمت نه شوکولی. بزګر هم نور واښه نه ورکول او ویل يې چې اوس نوکومه اړتیا نه درته لرم، دا به ستا په ګټه وي، که په ځان کي دومره زور پیدا کړې چې یو مزری دلته راته راولې. په دې صورت کې دې د ځان سره ساتم، اوس ورځه، زما د غوجلې نه و وځه. په دې توګه يې بې وزله آس لرې بیدیا ته وشړه. آس ډیر غمکین و او دځنګل په لور روان شو؛  ترڅو هلته دخرابې هوا نه ځان وساتي. هلته د یوه کیدړ سره مخامخ شو. ګیدړ تري وپوښتل چې څنګه سرځوړند، غمګین او بې کسه دې خوا اوهغې خوا ته ګرځې؟ آس «آخ» کړل او ويې ویل چې حرص او وفا دواړه یو ځای په یوه کور کې نه شي اوسیدلی، څښتن مې هیر کړل چې په کلونوکلونو مې دهغه خدمتونه وکړل او دا چې زوړشوم، زور مې ولی شو او نور یوې ( قلبه ) نه شم کولی، نو اوس يې واښه او خواړه را باندې ودرول او له کوره يې وشړلم. ګیدړ ترې وپوښتل چې دراتلونکې په هکله يې هيڅ ډاد در نه کړ؟ آس ور ته و ویل چې ډادګیرنه يې لا بده وه. هغه را ته و ویل چې که په ځان کې دومره زور پیدا کړم چې ده ته یو مزری ورولم، نو بیا مې له ځان سره ساتي؛ خو دی په دې ښه پوهیږي چې زه دا کار نه شم کولی. ګیدړ ورته و ویل چې زه مرسته درسره کوم. اوس ته د لته پریوزه، پښې وغځوه، ځان مه ځوځوه او د مړي په شان ارام پاتې شه. آس هغه څه کول چې ګیدړ ورته ویل. ګیدړ مزري ته، چې غار يې له دې ځایه ډیر لرې نه و، ورغی او ورته ويې ویل چې هلته یو مړآس پروت دی، راځه را ووزه، هغه غوړاوستا له پاره مناسب خوراک دی. مزری ورسره روان شو او کله چې آس ته ور ورسیدل، ګیدړ مزري ته و ویل چې ته خو پو هیږې داځای ستا کور نه دی، ښه به دا وی چې آس دهغه په لکۍ در پسې وتړم، ته به هغه خپل غارته وڅکوې او هلته به يې په ښه خوند او ارامۍ نوش جان کړې. مزري د ګېدړ مشوره خوښه شوه او آس ته داسې نږدې ودریده، ترڅو ګیدړ وکولی شي چې دآس سره يې وتړي. مزری ارام ولاړ و. ګید ړد أس په لکۍ دمزري پښې ټینګې وتړلې او داسې کلکې ګنډې یې ور وچولې چې مزري په خپل ټول زورهم نه شوې خلاسولی. کله چې ګیدړ خپل کار پای ته ورساوه، نو آس يې په اوږه وټپاوه او ورته ويې ویل چې اوس يې کش کړه، کش کړه. آس ناڅاپه په غورځنګ او په ترپکو شو اومزری يې په ځان پسې وڅکا وه. مزری داسې په رمباړو شو چې له ډاره يې په ځنګل کې ټول الوتونکي والوتل. آس دمزري د رمباړو پروا نه کوله، هغه يې له ځنګله په پټیو وڅکاوه او دخپل څښتن کور ته ورساوه. بزګر چې دا ولیدل، دآس په هکله يې په فکر ښه بدلون راغی او ورته ويې ویل چې د ځان سره دې ساتم او ښه پالنه به دې کوم. بیايې په رښتیا دمرګ تر شیبې پورې ښه او موړ ساته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.