ماڼو او بېړۍ

بریال حبیبي

1,064

بېړۍ وان دوه زړی وو، چې بېړۍ به روغه وي او که نه؛ خو پوهېده چې بېړۍ زړه ده او هوغه له اوله سمه نه ده جوړه شوې.
له لږ و ډېر دننني کشکمش وروسته یې له ځان سره وویل:
دا هسې بې ځایه فکرونه دي، بېړۍ کومه ستونزه نه لري.
ده د بېړۍ د روغ والي او یا خرابوالي اړوند د ځان د باور د تائیدولو لپاره هیڅ ډول هڅه ونه وکړه او ځان، سورلي او بارونه یې د سیند په څپو کې په خدای وسپارل.
برېتانوي ریاضي پوه او فیلسوف ـ ویلیام کینگدم کلیفورد د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې پخپل کتاب ـ د باور اخلاق (۱۸۷۶ز) – کې د پورتنۍ کیسې په وړاندې کولو سره وایي چې:
ماڼو د هغې هرې بلا په وړاندې مسؤل دی، چې د بېړۍ د خرابۍ له امله پر ده، مسافرینو او یا بارو شویو توکونو او مالونو راځي او په اړه یې باید تر قانوني او حقوقي اصولو ورآخوا لومړی په اخلاقي او وجداني توګه حساب/ ځواب ورکوونکی وي.
نوموړی زیاتوي:
موږ د خپلو باورونو او عقایدو په وړاندې اخلاقي مسؤلیتونه لرو او له دروني، عقلاني او وجداني درکه راسره دغه حق نشته، چې په ډېره آسانۍ سره پرې سترګې پټې کړو.
نن سبا ډېری خلک مجازي نړۍ ته لاسرسی لري او د یوې ورځې په اوږدو کې لسګونه او بلکې سلګونه یادداښتونه، خبرونه، غږیز او انځوریز فایلونه او… له یو بل سره د اطلاعاتي توکونو په توګه شریکوي، ګوري یې، لولي یې او اوري یې؛
یاد توکونه ممکن د حمزه بابا، سلیمان لایق، ممتاز اورکزي او یا… کوم بل شاعر شعرونه وي یا د کرونا، شکرې، چاغښت او… ناروغیو په اړه نوې څېړنې یا د ناسا د لاسته راوړنو مقالې او یا د… وي؛ خو لنډه دا چې ډول ډول معلومات( له سیاست، ټولنې، روغتیا او تاریخ نه نیولې تر ادبیاتو، ساینس، جغرافیې، ستورپوهنې او… پورې) له ډول ډول رسنیو او خلکو څخه ویلي یا نه ویلي، تحلیل کړي او یا نه تحلیل کړي او همدارنګه له دې ډاډ پرته چې رښتیا هم یاد شعرونه، څېړنې او… د حمزه بابا، سلیمان لایق، ممتاز اورکزي او یا کوم بل شاعر او یا ناسا او… شعرونه، څېړنې، لیکنې او… دي، ځله تبادله کېږي؛
کله چې یې کوم څوک د سرچینې پوښتنه او غوښتنه وکړي، په ټوکه رااړول کېږي او ورپورې خنداوې کېږي؛ خو له بده مرغه دغه بې بنسټه معلومات او اطلاعاتي توکي ورو ورو زموږ باورونه جوړېږي او معلوماتي او خبري سرچینې مو په افواهاتي سرچینو اوړي.
امریکایي فیلسوف ـ هري فرانکفورت ددغسې چارو لومړنی او سملاسې اغېز د (چټي/ بې مانا/ پوچ/ Bullshit) کلام دودېدل ګڼي او زیاتوي چې:
(چټې/ بې مانا/ پوچ/ Bullshit) کلام هرې هغې وینا یا خبرې ته ویل کېږی چې ویونکی یې له سم والي یا ناسم والي او یا رښتیاوالي یا دروغ والي سره کار نه لري او یوازې یې د وخت تېرولو یا ځان ښکاره کولو یا له یوازیتوب نه د ځان خلاصولو او یا… لپاره کوي؛
که یې لامل هر څه وي، وي به؛ خو دا چاره په ټولنه کې د باور په لاسه ورکولو/ له منځه تللو سربېره د داسې بنیادمانو راڅرګندېدلو/ مطرح کېدلو او ډېرېدلو ته زمینه برابروي، چې آن یوه خبره یې نه هم اطلاعاتي او نه هم د خیر و ښګڼې او… ارزښت لري.
نوموړی زیاتوي: د بې مانا خبرو دودېدل له دروغ ویلو نه ډېر ناوړه دي؛ ځکه په دروغ وینه کې دورغجن لږ تر لږه په دې پوهېږي، چې رښتیا څه دي؟

پای!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.