روسیه: ښايي اوکراین کې نیول شوي امریکایان اعدام کړل شي

466

په اوکراین کې نیول شوي امریکايي عسکر ښایي په اعدام محکوم شي. په وروستیو کې په اوکراین کې جګړې شدیدې شوې دي او کشمکش د پراختیا په حال کې دی. امریکايي رسنۍ وايي چې په اوکراین کې د یوه خطرناک توپان مخکینۍ خاموشي روانه ده او د اروپايي ټولنې تر پرېکړې وروسته ښایي اوکراین د روسیې د یرغل له یوې نوې څپې سره مخ شي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین پر وړاندې له خپل دريځ نه په شا کېږي. نوموړي همدا راز د اوکراین په جګړه کې د نیول شوو امریکايي پوځیانو په اړه ویلي چې د ژوند ضمانت یې نه شي کولی او ددې امکان شته چې محکمه پر دوی د اعدام حکم صادر کړي.

د یادولو ده چې اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل سره سم د ځينو هېوادونو فعال او یا مخکیني پوځيان په خپله خوښه جګړې ته تللي دي چې ډېری یې وژل شوي هم دي.

همدا رنګه: روسیې ۱۵۰۰ ملکي اوکراینیان بندي کړي دي. اوکراین وایي روسیې په بېلو ښارونو کې بشر ضد جنایت ته ادامه ورکړې ده. د اوکراین مرستیال لومړي وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روسیې د ملکي اوکرایني وګړو ځورولو ته ادامه ورکړې ده. دده په خبره دمګړی روسیې شاوخوا ۱۵۰۰ ملکي اوکرایني وګړي نیولي او له دوی سره زنداني دي. هغه زیاته کړې چې ددې تر څنګ د روسیې په بریدونو کې سلګونه ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي چې باید په اړه یې پلټنې وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.