باراني ـ غزل

امنه فنا

610

نن له آسمانه موسیقي را اوري

په مړو سندرو زندګي را اوري

نن مې رګونو کې رڼا نڅیږي

نن مې له سترګونه مستي را اوري

نن مې زړه غواړي ورته ووایمه

یوه خبره په زړګي را اوري

نن څه میین میین میین موسم دی*

نن پر ما رنګ د عاشقي را اوري

نن مې باران وړه وړه ښکلوي

په زړه مچکې د لالي را اوري

زما شیرین وطن دی مشک ختن

له هر دېوال یې خوشبويي را اوري

چې غم کمېږي په ژړا د سماء

فنا په روح مې خوشحالي را اوري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.