کبرا

قدرت حلیم

918

خبریال میک ور نږدې کړ، جینۍ وویل: زه کبرا نومېږم، دولس کالنه یم د لغمان …

جینۍ ناڅاپه منډه کړه، مخامخ سپین فورنر ته ودرېده، شیبه وروسته نری ځوان له موټر را ښکته شو، د کیلو رېړۍ ته ودرېده، کبرا ور نږدې شوه،…سترګې یې ور پورته کړې، غلي یې وویل: کاکا خلته میګری؟ سړي ور وکتل، جیب ته یې لاس کړ، کیلې پلورنکي ته یې سلګون ونیو، جینۍ د سړي بل اړخ ته واوښته، په نازکه لهجه یې وویل: کاکا خلته اخلې؟

سړي ور وکتل، تندی یې ګونځې شو، په غوسه یې وویل: خو نه یې اخلم،…

کبرا د سړک بلې خوا ته واوښته، موچی ته یې وکتل، موچې ژر _ ژر پر بوټ بورس تېر کړ، سړي ور ته لس ګون ور وغور ځوه. کبرا ته خپلې پیسې ور یادې شوې، ژر یې جیب ته لاس کړ، تاو را تاو لسګونونه یې را وویستل.. یو _ یو یې وګاڼه، ژر پاڅېده، خلتې یې ور واخیستې، ځان سره وبنګېده، نن مې کمه مزدوري کړي، روپۍ یې جېب ته واچولې…

ځوانې ښځې له بوټ پلورنکي دوه جوړه بوټان واخیستل، کبرا مخې ته ور ته ودرېده، شونډې یې وخوځېدې: خاله خلته اخلې؟ ښځې نا وویل او روانه شوه.

کبرا د سړک په څنډه ولاړ ترافیک ته ورغله، ور ته ویې کتل، جدي یې وویل: ولې وظیفه کوې، ته به مړ شې،… ترافیک حیران ور کتل، کبرا خلتې بل لاس ته واړولې، غلي یې وویل: پلار مې وظیفه در لوده، په جنګ کې مړ شو، مور مې کوچني ورور ته وایي، چې لوی شې، خلتې به خرڅوې، وظیفه به نه کوې، بیا مړ کېږې.

ترافیک د څلورلاري منځ ته لاړ، مسي شپېلک یې خولې ته نږدې کړ، چررررر… لاس یې پورته کړ، کتار موټر ودرېدل،

کبرا د پاخه دېوال سیوري ته کېناسته، ټنګ، ټنګ یې تر غوږ شو، شیبه وروسته درجن _ درجن مکتبۍ له ښوونځي را ووتې، ځینې د سړک په غاړه کتار کسټرو ته ور روانې شوې او ځینې د دیوال سیوري ته کتار شوې…

کبرا د ښوونځي دروازې سره جوخته کېناسته، پښې یې وغځولې، خلتې یې پر ورانو کیښوې، ښۍ پښې ته یې پام شو، په پلاسټیکي چپلکه کې یې د بټې ګوتې په اندازه سوری شوی و، غر – غر  شو، سر یې جګ کړ، د مکتبۍ  حمالې موټر یو په بل پسې روان شول.

د کبرا له کیڼې سترګې اوښکه وښویده، غلي یې وویل: څه وخت وروسته به مې پنځه کالن ورور را لوی شي، ماما سره به په میرسډیز کې کالینري کوي، زه به تر غرمې خلتې خرڅوم ماسپېښبن به مکتب ته ځم او سهار به مې ورور مکتب ته ځي، بیا کار ته…کبرا پاڅېده، له غومبري یې خیرنې ګوتې تېرې کړې، د ښوونځي دروازې ته یې وکتل، سپین ږیري ملازم یې در وازه تړله، ځان سره یې وویل:

کاش؛… بابا مې ژوندی وای، زه به مکتب ته راتلم ، د خرچ په روپو به مې د کومې یتیمي جینۍ نه خلتې اخیستی…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.