یونسیف: زلزله ځپلو سیمو ته مو، مرستندویه توکي رسولي

430

یونسیف وايي چې زلزله ځپلو سیمو ته یې د اوبو د صحي ساتلو توکي لېږلي دي. یونسیف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په تازه څرګندونو کې ویلي چې له زلزلې وروسته په زلزله ځپلو سیمو کې د غیر صحي اوبو او له دې امله د پېښېدونکو ناروغیو د موجودیت وېره شته وي، نو له همدې امله دوی دغه سیمو ته د اوبو د پاکولو او پاک ساتلو وسایل او درمل لېږلي دي.

د دې تر څنګ د کډوالو نړیواله اداره وايي چې په پکتیکا او خوست کې یې زلزله ځپلو ته د کور د لومړنیو توکو او خیمو وېشنه پيل کړې ده. ددغه ادارې په خبره دمګړی یې ۵۰۰ کورنیو ته د خیمو وېشنه پيل کړې ده او ۱۲ لارۍ نور مرستندویه توکي دغه سیمو ته پر لار دي

او بل خبر ایران افغان لوري ته د مرستې ډاډ ورکړی دی. د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو زلزلو بحثونه شوي دي. ایران یو ځل بیا ویلي چې وروستۍ زلزلې خواشیني کړي دي او د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغانانو سره شریکوي.

تر څنګ یې ویلي چې افغان زلزله ځپلو ته یې د مرستو لومړی کاروان رسېدلی دی خو هڅه کوي چې دا مرستې وغځوي او اړمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. متقي هم د ایران له مرستو مننه کړې ده او له دغه هېواد یېي غوښتي چې له اړمنو سره پر وخت او اغېزناکې مرستې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.