کابل او واشنګټن د کنګل شوې شتنمۍ پر آزادولو خبرې پيل کړې

435

امریکا او افغان لوریه د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو خبرې کوي. واشنګټن پوسټ د باوري سرچینو په حواله لیکلي چې دمګړی امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه آزاده او د مرکزي بانک په واک کې ورکړي.

دغه سرچینې یادې رسنۍ ته ویلي امریکايي لوری په دې لټه کې دی څو پر دې پیسو د نوي حکومت چارواکي کنټرول و نه لري بلکې د افغان ولس لپاره وکارول شي. له همدې امله دوی ددې پیسو د آزادولو پر یوه ډاډه میکانیزم او تګلاره کار پیل کړی دی.

امریکايي سرچینو ویلي ددې پیسو له آزادولو یې موخه د بشردوستانه مرستو رسول او له عامو افغانانو سره همکاري کول دي. امریکا دمګړی د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده چې له دې ډلې اووه میلیارده یې د مرکزي بانک او پاتې دوه میلیارده یې د خصوصي سکتور شتمني ګڼل کېږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.