د لمونځ روغتیايي ګټې

1,534

ساینس ثابته کړه چې لمونځ زیاتې روغتیايي ګټې لري

لمونځ چې د اسلام مبارک دین دویم رکن دی او د الله ج له لورې پر مسلمانانو فرض شوی چې د بې شمېره اخروي اجرونو او ثوابونو سربیره یو شمېر دنیاوي ګټې هم لري.

همدغه لمونځ چې شااوخوا څوارلس سوه کاله وړاندې د حضرت محمد ص په وسیله خپل امت ته راوړل شوې او بدله یې په دنیا او اخرت روښانه شوې ده، خو ساینس یې د ښه وضاحت لپاره په دې وتوانیدو چې لمونځ کول کومې صحي ګټې لري.

د بریتانیا د انډیپنډنټ ورځپاڼې په خپله نوې خپره شوې څېړنه کې ویلي چې د لمانځه منظم حرکتونه کول مو د ملا له درده ژغوري.

د ورځپاڼې د راپور له مخې دغه څيړنه د نړۍ په سطحه په مختلفو نارینه او ښځینه وو ترسره شوې پایلې یې ښیي چې لمونځ کول د ملا د دردونو په کمولو کې د پام وړ رول لري.

یاد څیړونکي د مسلمانانو لمونځونو ته په اشارې سره وایي؛ د لمانځه پنځه حرکتونه لکه رکوع، سجده او نور کول مو نه یوازې د ملا له درده ژغوري بلکې د بدن ستړیا مو هم له منځه وړلی شي.

څېړونکي زیاتوي؛ رکوع کول د هغو کسانو لپاره ډيره ګټه لري چې د ملا د ښکتنۍ برخې له دردونو ډير شکایت کوي.

د دوی د معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا ۱،۶ میلیارده مسلمانان هره ورځ خپلو لمونځونو کې کعبې شریفې ته مخامخ رکوع او سجدې کوي.

باید وویل شي چې لمونځ کول د اخروي ثوابونو او صحي ګټو سربیره زړه ته سکون او ارامتیا هم ورکوي. که یو مسلمان یې په قصدی ډول پریږدي، نو الله ج ورته د دنیاوي او اخروي عذابونو خبرداری هم ورکړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.