د کابل پولیس: شهرنو کې د بریدګرو پر وړاندې عملیات پیل شوي

699

د کابل پولیس: شهرنو کې د بریدګرو پر وړاندې عملیات پیل شوي

د کابل امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وايي، وسله‌والو بریدګرو نن ماسپښین شاوخوا دوه‌نیمې بجې د کابل شهرنو کې یو هوټل په نښه کړی دی.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د بریدګرو د له منځه وړلو عملیات یې پیل کړي دي.

د یادونې ده چې نن ماسپښین د کابل شهرنو اړوند انصاري څلورلارې ته نږدې د څو پرله‌پسې چاودنو غږونه واورېدل شول او ورسره هم‌مهاله ډزې هم پیل شوې.

د دې پېښې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یوې لوړپوړیزې ودانۍ اور اخیستی او تورې لوخړې ترې پورته کېږي او په سیمه کې خال خال ډزې هم کېږي.

د کابل امنیې قومانداني ویاند د دغه برید د موخې او له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات نه‌دي ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.