امریکا او طالبان د کنګل شویو پیسو ته د لاسرسی په طرحه کار کوي

548

واشنګټن پست د سه شنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اومه) خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو حکومت د طالبانو له رهبري سره په داسې یوې طرحه کار کوي چې له مخې یې افغانستان خپلو کنګل شویو پیسو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغې امریکایۍ ورځپاڼې دا خبر له موضوع څخه د دریو باخبره امریکایي چارواکو په قول خپور کړی او هدف یې په افغانستان کې شدید کړکیچ او لوږې ته رسیدګي ښودلې ده. خو د راپور پر اساس د طالبانو حکومت به پر دغو پیسو کنټرول ونلري.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته، متحدو ایالتونو په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان بانک اوه میلیارده ډالر ګڼل کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاند ان کامبنټ کارین ژان پيیر د شنبې په ورځ جون ۲۵ د افغانستان د کنګل شویو پيسو په اړه وویل چې جمهور رئیس جو بایډن څو میاشتې مخکې د یو اجرایوي فرمان په لاسلیک کولو سره ، ددغو پیسو د ساتلو او د افغانانو په ګټه ورڅخه د استفادې په هدف مهم ګامونه پورته کړي دي.

ژان پېیر وویل، “موږ په عاجله توګه د دې پیسو اړوند پیچلو پوښتونو باندې کار کوو چې یقیني شي دا “پیسې” د طالبانو نه بلکې د افغانستان د ولس په ګټه ولګول شي”.

ویاندي همدارنګه وویل چې د امریکا حکومت د نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې افغان ولس ته په عاجله توګه مرستې ورسول شي.

میرمن پییر وروسته له هغه دا‌ څرګندونې وکړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ جون ۲۵ یو ځل بیا د متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خلاصې کړي او هم دې پدې ډلې لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې کړي.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، افغانستان له شدید بشري کړکیچ سره مخ شوی دی او د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی که له افغانانو سره بیړنۍ مرستې ونشي، ۹۷سلنه افغانان به له روان بشري وضعیت څخه متاثره شي.

له دې مخکې ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي وو چې کابو ۲۳ میلیونه افغانان شدیده لوږه تجربه کوي او ۹۵ سلنه نور کافي خوراکي توکي ‌نلري.

دغه سازمان زیاته کړې ده چې ۱۰ میلیونه افغان ماشومان د ژوندي‌ پاتې کیدو لپاره بیړنیو مرسته ته اړتیا لري.

په افغانستان کې په پراخو اقتصادي مشکلاتو سره سره، د تیرې چهار شنبې په ورځ نسبتا یوې زورورې زلزلې د افغانستان په جنوب ختیځ کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان ووژل او د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې یې نور ټپیان کړل.

د نورو نړیوالو بنسټونو او هیوادونو د مرستو تر څنګ، متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جون ۲۸ اعلان وکړ چې په افغانستان کې له زلزله خپلو سره شاوخوا ۵۵ میلیون ډالره بیړنۍ مرسته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.