پلازمېنه کابل کې د دیني عالمانو یوه لویه غونډه پيل شوه

552

پلازمېنه کابل کې د دیني عالمانو یوه لویه غونډه پيل شوه چې درې ورځې به دوام کوي. د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د مولوي حبیب الله حقاني په مشرۍ دا غونډه د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په وینا پيل شوه.

په رپوټ کې ویل شوي، ملا محمد حسن اخوند د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی. طالب چارواکي وایې ددې غونډې ګډونوال به د ملي یووالي او تل پاتې ثبات په برخه کې د دوی حکومت ته سلا مشورې ورکړي.

د باختر په رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو رئیس الوزرا د غونډې ګډونوالو ته وویل: ”هغه خلک چې تېر شل کاله يې زموږ ولس در په در کړ، وطن يې را خراب کړ، اوس چې لاړل او زموږ لخوا هيڅ مشکل هم نه دی ورته متوجه، خو بيا هم زموږ ملت ته تکليف ورکوي. ”

په کابل کې د ځینې خبریالان وايي، د غونډې په څنډو کې خورا کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي، ځای پر ځای د طالبانو حکومت بیرغونه لګول شوي، د غونډې تالار ته غځېدلی سړک د ترافیک پر مخ بند دی او د غونډې په سیمه کې تالاشي اخیستل کېږي.

دوۍ زیاتوي، خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د غونډې تالار ته ننوځي او ورته ویل شوي دي، چې د دوی لپاره یو ځانګړی ځای ټاکل شوی، چې همالته به معلومات ورکول کېږي او هغه طالب مشران چې له رسنیو سره غږیږي، همدې ځای ته به ورځي او دوی ته به معلومات ورکوي.

که څه هم ددې غونډې په تړاو ډېر څه لا روښانه نه دي او اجنډا یې هم ناڅرګنده ده، خو د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې هیدربار ویلي، تمه لري چې دا غونډه د نجونو زده کړو او بشري حقونو په اړه یو زېری له ځان سره ولري.

غونډه کې د ښځو ، ځوانانو او نوروسیاسي ګوندونو او شخصیتونو ګډون هم نه دی معلوم، نو ځکه په کې د نیول کېدونکو پرېکړو په اړه اندېښنې څرګندې شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد مونږ ته وويل د غونډې د اجنډا د ټاکلو واک له ګډوانوالو سره دى:

” د غونډې اجنډا په علماکرامو او مخورو سپین ږیرو پورې اړه لري چې غونډه کې ګډون کوي. حکومت یوازې د دوی لپاره زمینه برابره کړې ده، امنیت یې ورته تضمین کړی دی، د لوژستیکي مسائلو په هکله یې همکاري کوي، دا چې ګډونوال څه وايي، د بحث اجنډا یې څه ده، خبرې څنګه پر مخ ځي، دا د غونډې په ګډونوالو پورې اړه لري. ”

خو غونډې ته بلل شويو‌ ځينو کسانو مونږ ته ويلي طالبان غواړي‌ د همدې غونډې له لارې خپل نظام ته مشروعیت ورکړي او د ناستې له ګډونوالو بیعت وغواړي.‌ طالب چارواکي ټينګار کوي چې دا غونډه د ديني عالمانو د بيا بيا غوښتنې له امله جوړه شوې تر څو خپلې غوښتنې د طالب مشرانو پر وړاندې کېږدي.

افغانستان کې ځينې ديني عالمان بيا ماڼيجن دي چې ګواکې دې ناستې کې هغو علماو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې چې طالبانو سره د نظر باندى لري. د افغانستان د نهضت العلما د ټولنې د مشرتابه غړى فضل غني کاکړ ادعا کوي چې غونډې ته بلل شوي علما او قومي مشران تر ډېره طالب پلوي دي.

د طالبانو لخوا د علماوو دې لویې غونډې ته له وړاندې لا غبرګونونه څرګند شوي دي.

په دې لړ کې د ګډونوالو او غونډې د پرېکړو په هکله نیوکې شوې او لویه برخه خلک، په ځانګړې توګه ښځې ترې ځان ګوښه شوی بولي.

د دې مخالفتونو په ترڅ کې تازه د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند د طالبانو حکومت تورن کړی دی، چې د جرګې او شورا له دیني او ملي اصطلاحاتو د ځان په ګټه کار اخلي.

د طالبانو ضد ‘مقاومت جبهې ‘ بیا په یوه اعلامیه کې د دې غونډې په هکله ویلي ”د ګډوډۍ او بې ثباتۍ په دې وضعیت کې اشغالګره ډله غواړي د علماوو یا جرګې په نامه نړیواله ټولنه او ولس تېرباسي او د مشروعیت ادعا وکړي. ”

کابل کې د علما نننۍ ناسته کې د ښځو نه شتون، دې غونډې سره په تړاو يوه بله ناندريزه موضوع ده. د ښځو د حقونو فعالانې د ښځو نه حضور د دې ناستې يوه لويه نيمګړتيا بولي.

د پارلمان پخوانۍ غړې او سياستواله شينکۍ کړوخيل وايي پر ښځو لګېدلو محدوديتونو ته په پام د دوى حق جوړېده چې دې غونډه کې يې حضور لرلى او د خپلو ستونزو په تړاو يې خبرې کړې واى. نوموړې وايي:

”که له دې فرصته مثبته ګټه اخیستل شوې وای، هم به د طالبانو حکومت ته ګټه رسېدلې وای او هم به د ولس ستونزې حل شوې وای. نړیوال به هم مطمئن شوي وو، چې ورو، ورو یو مدني میکانیزم رامنځته شوی او خلک د مسائلو په هکله اندېښنې او وړاندیزونه شریکولای شي، بحث پرې کولای شي او یوې پایلې ته سره رسېدلای شي. ”

ښايي ګرانه وي چې غونډه کې د کېدونکو پر ېکړو وړاندوينه وشي، خو په ځينو کړيو کې يو ډول ډېره محتاطه خوشبيني هم څرګنده شوې. ځينې هيلمن دي چې دا غونډه به د نجونو زده کړو او بشري حقونو په اړه یو زېری له ځان سره ولري.

د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، دا لومړی ځل دی چې کابل کې د دیني عالمانو لویه غونډه جوړېږي.

په دې غونډه کې به له هرې ولسوالۍ دوه دیني عالمان او یو قومي مشر او له هرې ښاري ناحیې دوه قومي مشران او یو دیني عالم ګډون کوي او د ټولو ګډونوالو شمېر ښايي تر ۳۵۰۰ کسانو ورسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.