د وینې د لوړ فشار په اړه ناسم تصور

ډاکتر پرهر

1,172

د وینی د لوړ فشار په اړه زموږ په ټولنه کې ځینو ناسمو اندیښنو او فکرونو ځای نیولی او همدارنګه ځینې داسي کارونه دي چې هم ناروغ او هم ډاکټر ته ستونزې جوړوې، نو لازمه ده چې رڼا پرې واچول شي.

۱: په لومړې ځل د لوړ فشار قبلول او په کم لوړوالې ددرملو پیلول ګټوره لاره نه ده. لوړ فشار باید لږترلږه دوه ځلې وکتل شی او بیا قبول شي چې ناروغ لوړ فشار لرې( پدي شرط چې فشار ډیر لوړ نه وې).

۲: که فشار مو ډیر لوړ نه وې نو د ژرژر فشار کتلو ځان وساتئ، ځکه دا کار ستاسو د روحې نارامۍ او فشار د لوړیدو سبب کېږې.

۳: په دي فکر کیدل چې لوړ فشار یوه ناروغي وه راغله او تېره شوه، د وینې د لوړ فشار په وړاندې ناسم چلن دی.که چېرې ډاکټر ستاسو دناروغۍ لپاره کوم څرګند لامل پیدا نه کړي نو ستاسو فشار ابتداېې لوړ فشار دی چې لامل ېې ناڅرګند او دټول عمر ملګری دی (د ویني دلوړ فشار لامل ۹۵% نا معلوم وي).

۴: په دي اند چې دوینې لوړ فشار دټول عمر مسئله ده نو باید هیڅ کیسه کې ېې هم نشو، هم د خپلې روغتیا سره د لوبو په معنی ده.

۵: د لوړ فشارد ډیرو درملو اغېز څلرویشت ساعته دی خو ځیني داسي درمل هم شته چې ۱۲-۸ ساعته پورط اغېز لرې، خو زموږ ځیني ناروغان ټول درمل په ورځ کې یو ځل کاروي، باید هر درمل د خپل اغېز په اندازه وکارول شي.

۶: ځینې ناروغان واېې کله چې په ځان پوه شم نو بیادرمل کاروم، په یاد ولرۍ چې په ځان پوهیدل د وخت په تېریدو توپېر کوې( په لومړیو وختونو کې ناروغ په لږ لوړیدو سردرد او ګیلې پیدا کوې خو دوخت په تېریدو د فشار په ډېر لوړیدو هم نه خبریږې). نو خپل درمل منظم وکاروئ.

۷: د فشار د عادې لوړوالې په وخت دپرمختللو درملو او پیچکاریو کارول هم د ویني د لوړ فشار په وړاندې ناسم چلند دی.
۸: د امیدوارۍ په وخت د روا ( سمو ) او ناروا ( ناسمو) درملو پېژندل ډېر اړین دي.

۹ : مالګه په ډیرو ناروغانو کې د فشار د لوړيدو لامل کېږې نو د خوړو دمالګې کمول باید له پامه ونه غورځول شي.

۱۰: د هوږې په اړه دا فکر کول چې ټیټ فشار لوړوې او لوړ فشار ښکته کوې (هوږه ستاسي فشار ښکته کوې، که لوړ فشار لرئ نو د خوړو برخه ېې وګرځوئ).

۱۱: د درملو پیلول او پریښودل هم د لوړ فشار لرونکو ناروغانو لپاره سمه نه ده. یوازې هغه مهال درمل پریږدئ چې ډاکټر مو لارښونه وکړې.

۱۲: درمل هم زر زر مه بدلوئ، کیدای شي ځیني درمل ستاسو په زیان وي.

۱۳: ډاکټر یا روغتون ته د تلو په وخت دخپلو درملو هیرول هم د وینې د لوړ فشار لرونکو کسانو لپاره سم چلن نه دی.

۱۴: د ځینو درملو پریښودل، خپله د فشار دلوړیدو او دزړه د ناروغیو لامل کېږې چې ددي ناروغانو فشار بیا له نورو درملو سره نه کنترولېږې، باید هماغه درمل بیرته پیل شي.

۱۵: زموږ په روغتونو کې ځینی درمل شته چې یوازې دامیدوارۍ په وخت غوره درمل دي، خو دمجبوریت له امله نوروناروغانو ته هم ورکول کیږې.

۱۶: د هیواد په روغتونو کې ځینی دلوړ فشار داسي درمل دود دي چې نن سبا د طبابت له نظره د ډېر لږ اهمیت لرونکې او په زیاتره حالتونو کې نه توصیه کېږې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.