مسلمانانو ته روڼ امر

ادریس ماموندزی

937
مسلمانانو ته څه روڼ امر وو چې سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ۚ
پدې زمکه کې وګرځئ او وګورئ چې د تخلیق پیل څرنګه وشو، اما دغه امر هغه چا پر ځاې کړو چې مونږ ورته کافر وایو.
د کائناتو د ملیاردونو کلونو پخوانی عکس چې تر اوسه پورې د انسان سترګو نه وو لیدلی، د ډیر زورور دوربین جیمزویب په ذریعه په لمړي ځل د نړۍ سره د امریکې د ولسمشر د پاڼې نه شریک شو.
مسلمانانو هم د جدید علومو خزانه د غربي نړۍ د لمړنيو څیړنو د ژباړې نه وروسته دویمې مرحلې ته ورسوله او د اوسنئ ریاضي ، فزیک، کیمیا او طب بنسټ یې کیښود. غرب د مسلمانانو نه ماتې خوړلې وه خو هغوئ دا ځان ته پیغور نه کړ چې د مسلمانانو نه زده کړه ونکړي. هغوئ په ډیر جرأت سره راغلل او د مسلمانانو نه يې د نوي علومو زده کړې وکړې او بیا یې دغه زده کړې نورې هم پراخه کړې او د همدغه علم په ذریعه یې د مسلمانانو نه نږدې اته سوه کاله وروسته غچ واخیست.
فکر وکړئ که غرب د دې وجې د مسلمانانو شاګردي نه وه کړې چې دوۍ خو زمونږ دښمنان دي او څنګه د دښمن شاګردي وکړم نو نن به هغوئ لا تر اوسه په فقر او ذلت کې وسیدلاې. کله چې غرب د علومو خزانې راټولې کړې نو زمونږ په نامه علماوو د نوي علومو زده کړه ګناه او حتی کفر وباله او د جهالت له وجې د ذلت ژورو کندو ته ولوېدل.
د جهالت د سوداګرو زړه لا د مسلمانانو په ذلت یخ نه دی. اوس هم غواړي چې د دې جامعې لمړنی استاد، ښځه، همداشان د جهالت په تورتمونو کې ښکیل وساتي تر څو راتلونکی نسل چیرته د عزت او سړیتوب ژوند پیدا نکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.