تصوف، د دین د حقیقت او کلامي فلسفې ترمنځ -2

ادریس ماموندزی / نیویارک

0 1,055

(2)

 ژباړه او څیړنه

ادریس ماموندزی / نیویارک

 

تصوف او نبوت

د اهل تصوف په نزد وحی او الهام او د غیوبو مشاهدې اوس هم ممکنې دي. ددوی په اعتقاد وحې هم راتلای شي او ملایکې اوس هم راکوزیږي او د‌عالم غيب نندارې اوس هم کیږي. ددوی اکابر اوس هم لارښونه د هغه ځایه اخلي د کومې چې جبریل آمین لارښونه اخیسته او یا چې کله انبياوو لارښونه اخیسته. امام غزالي په منقذ کې لیکي (من اول الطریقۃ تبتدئ المشاھدات والمکاشفات حتٰی انھم فی یقظتھم یشاھدون الملٰئکۃ وارواح الانبیاء ویسمعون منھم اصواتاً ویقتبسون منہم فوائد.(المنقذ من الضلال۵۰)
ددې لارې مساپرو ته د‌مکاشفو او مشاهدو نعمت په لمړي سر کې وررسي. ان تر دې چې په ویښه هم د انبياوو د ارواحو او د فرښتو ننداره کوي، د هغوۍ اوازونه اوري او استفاده ترې کوي.

شاه اسمعیل په «عبقات» کې د‌هغه هستۍ تعارف کوي چې د هغوۍ په باور د وهبیه یا ولایت په مقام ولاړ وی، وایي (فھو وجیہ معصوم صاحب ذوق حکیم، ثم ان مما یقتضی تربیۃ اللّٰہ ایاہ ان یلقی علیہ علوماً نافعۃ فی قیامہ بمنصبہ فھذا الالقاء یسمّٰی تفھیمًا. وان مما یقتضی تیقظ روحہ و عصمتہ الا یختلط بعلومہ شیء مغایر لما تلقاہ من الغیب. ولذٰلک کانت الحکمۃ کلھا حقًا لا یاتیہ الباطل من بین یدیہ ولا من خلفہ. ولما کان التفھیم من اعلیٰ اقسامھا فلا بعد ان یسمی بالوحی الباطن . (اشارہ ۴، عبقہ ۱۱) لهذا دغه هستي د وجاهت څښتن، معصوم، او د ذوق او حکمت څښتن وي. بیا الله پاک دده د تربیې لپاره ورته هغه علوم القاءکوي چې دده د مرتبې د مسولیتونو لپاره اړین وي. دې القاء ته تفهیم هم ویل کیږي. بیا دده د عصمت او دده د روح د راويښولو لپاره یوه غوښتنه دا هم وي چې څومره څه یې چې د غیب نه موندلي دي په هغو کې د کوم بل شي ګډه نه وي. همدا وجه ده چې د هغه حکمت په بشپړ حق ولاړ وي چې باطل پکې نه د مخې نه او نه هم د شا څخه ورننوتلي شي. دا تفهیم چونکه د حکمت د ټولو نه لوړ حکمت دی نو که ورته د وحی باطن نوم ورکړو نو دابه کوم لیرې تعبیر نه وي.

زمونږ ایمان دی چې د انبیاوو پرته بل څوک معصوم نه دي. د الله حق دین یوازې هغه دی کوم چې د پیغمبر په ذریعه راغلی وی. لیکن شاه صاحب فرمایي چې دغه ځانګړتياوې د ولایت په مقام ولاړ کس ته هم ورکړل شویدي. شاه صاحب لیکي چې (و ان الحق یدور معہ حیث دار وذلک لعصمتہ والتحاقہ بالملأ الاعلیٰ، فلیس الحق الا ما سطع من صدرہ، فالحق تابع لہ لا متبوع) چرته چې دغه هستي ګرزي نو حق هم ورسره ګرزي، لامل یې دا دی چې دغه هستي د ملأ اعلی سره شامل او معصوم وي. نو حق هماغه وي چې ددې هستۍ د سینې نه راوځي. نو حق د دې هستۍ تابع وي دغه هستي د حق تابع نه وي.

عبدالکریم الجیلي په خپل کتاب الانسان الکامل فی معرفته الاوایل والاواخر کې د کامل انسان د ظهور په باره کې لیکي (ان الانسان الکامل ھو القطب الذی تدور علیہ افلاک الوجود من اولہ الٰی اٰخرہ وھو واحد منذکان الوجود الی ابد الاٰبدین، ثم لہ تنوع فی ملابس و یظھرفی کنائس فیسمی بہ باعتبار لباس، ولا یسمی بہ باعتبار لباس اٰخر، فاسمہ الاصلی الذی ھو لہ محمد وکنیتہ ابو القاسم ووصفہ عبداللّٰہ ولقبہ شمس الدین، ثم لہ باعتبار ملابس اخری اسامی ولہ فی کل زمان اسم ما یلیق بلباسہ فی ذلک الزمان. فقد اجتمعت بہ صلی اللّٰہ علیہ وسلم وھو فی صورۃ شیخی شرف الدین اسمٰعیل الجبرتی وکنت اعلم انہ النبی صلی اللّٰہ علیہ وسلم وکنت اعلم انہ الشیخ. (ورقہ ۴۶ اب ۲۹؂ )
انسان کامل هغه مدار دی چې ترې د اول نه واخله تر اخره پورې ټول افلاک او ټول وجود څرخي. کوم وخت نه چې د وجود پیل شویدی تر ابدالاباد پورې هغه قطب یو دی. بیا د هغه (قطب) مختلف صورتونه دي چې د یهودو او نصاری په عبادت ځایونو کې (هم) راڅرګندیږي. د هغه د صورت له وجې هغه ته یو نوم ورکول کیږي، اما د بل صورت له وجې هغه ته هغه نوم نشي ورکول کیدای. ددغه قطب نوم محمد دی، ابوالقاسم یې کنیه ده او وصف یې عبدالله، او لقب يې شمس الدین دی. بیا دنورو صورتونو د وجې هغه (قطب) نور نومونه وي. په هره زمانه کې چې کوم صورت غوره کوي د هغه صورت له وجې د هغه نوم وي. ما دغه قطب د خپل شیخ شرف الدین الجبرتی په شکل کې داسې لیدلی دی چې زه پوهیدم چې دی نبی علیه السلام دی او زه پدې هم پوهیدم چې زما شیخ دی.

شیخ احمد سرهندي د نبوت په باره کې په مکتوباتو کې لیکلي دي چه «باید دانست که منصب نبوت ختم بر خاتم الرسل شده است، علیه وعلی اله الصلواة والتسلیمات، اما از کمالات آن منصب بطریق تبعیت متابعان او را نصیب کامل است.

ابن عربي دنبوت په اړه په فتوحات مکیه کې لیکي دي چې (فان النبوۃ التی انقطعت بوجود رسول اللّٰہ صلی اللّٰہ علیہ وسلم انما ھی نبوۃ التشریع لا مقامھا، فلا شرع یکون ناسخاً لشرعہ صلی اللّٰہ علیہ وسلم ولا یزید فی حکمہ شرعًا اٰخر. وھٰذا معنی قولہ صلی اللّٰہ علیہ وسلم : ان الرسالۃ والنبوۃ قد انقطعت فلا رسول بعدی ولا نبی: ای لا نبی بعدی یکون علی شرع مخالفاً لشرعی، بل اذا کان یکون تحت حکم شریعتی) لهذا کوم نبوت چې په محمد الرسول الله ص باندې ختم شو هغه یوازې تشریعي نبوت دی. د نبوت مقام لا تر اوسه پورې پاتې دی. لدې کبله خبره داده چې هیڅ یو نوی شریعت د‌محمد الرسول الله ص شریعت نه منسوخ کولی شي او نه پدغه قانون کې د کوم نوي قانون اضافه کولی شي. د رسول الله ص دا وینا چې نبوت او رسالت او نبوت ختم شول او زما نه وروسته به نه کوم نبي وی او نه هم رسول‌، په اصل کې د‌همدې مدعا بیان دی. د رسول الله ص د وینا مطلب همدا دی چې زما څخه وروسته به داسې کوم نبی نه وي چې شریعت یې زما د شریعت نه مخالف وي بلکه که هر کله داسې کوم نبی وي نو هغه به زما د شریعت تابع وي.
اوس نو وګورۍ چې توحید چیرته پاتې شو، نبوت چیرته لاړ او زمونږ د تصوف ارباپان کوم ځاې ته ورسیدل.

دا هغه کلامي فلسفه ده چې د تصوف په ټنډه یې غټه سوالیه نښه لګولې ده. ممکن چې د همدې لارې غلام احمد قادياني د خپل نبوت فلسفه راخستي وي. او حتی ظلی او بروزي نبوت، چې د محمدي شریعت او د محمد ص کتاب منونکی دی، جوړ کړی وي. دا هغه پیریني ده پخه کړې خو صوفیاوو وه اما مرزا قادياني ترې وتختوله‌.

د تصوف ماخذ

ددین سلسله داسې ده چې کله هم څوک کومه خبره کوي نو خلک به ترې د ماخذونو پوښتنه کوي. یو عالم به تاته وایي چې مونځ فرض دی نو ته به ترې پوښتنه کوي چې دا خبره په کوم اساس کوې. هغه به درته وایي چې دا په قرآن کې راغلي نو ته به ورته وایي چې قرآن خو یوازې د مونځ د قایمولو خبره کوي دا ته چې کوم مونځ ماته راښایې دا خو په قرآن کې نشته. هغه به درته وایي چې قرآن په محمد ص نازل شویدی او محمد ص پخپله دا مونځ کړیدی او نورو ته یې ښودلی دی. په زرګونو خلکو رسول الله ص پدغه شان مونځ کولو لیدلی دی بیا دغه زرګونو خلکو په شریکه د رسول الله ص سره دغه مونځ کړیدی. بیا دغو خلکو نه یوازې په ګډه دغه مونځ ټول امت ته منتقل کړیدی بلکه ټول تفصیل یې په کتابونو کې هم لیکلی دی.

دا د پوهې او دلیل نړۍ ده. دا ایت دی، دایې مفهوم، دایې شان نزول او دا ېې مخاطبین‌. د کوم حکم سلسله چې رسول الله ص ته ورسي او هغه هم په مستنده طریقه نو هغه د دین حصه ګرزي. اما صوفیان داسې نه دي. صوفیانو چې کله خپله فلسفه چمتو کړه نو په هغو اعتراضات وارد شول چې وروره دا خبره دې په ګل بدله چې دین دې په باطن کې ولیدل شي او د بنده او خداې تر منځ دې یو تعلق هم قایم شي ، د زهد او تقوی کوشش دې هم وشي اما تاچې دا کومه فلسفه بیان کړه چې د عوامو توحید جلا دی او د صوفیانو توحید جلادی، د صوفیانو د نبوت تصور هم جلا دی او دا چې د صوفیانو د عرش سره مستقیمه اړیکه ده او د لوح محفوظ د لوستو استعداد هم لري نو دا خبره دی په کوم اساس وکړه نو صوفي درته په جواب کې وایي ، ابوالقاسم عبدالکریم القیشري په خپل کتاب قشریه کې لیکي چې « ددې لارې درویش ته به دا ټول عالم دده د نور په رڼا روښانه کیږي، ان تر دې چې ددې عالم هیڅ شی دده د نظره پټ نه وي. هغه د اسمانه واخله تر زمکې پورې ټول کائنات په خپلو سترګو ویني، البته د زړه په سترګو» (تربیةالسلوک ۶۷)
ابن عربي په فتوحات کې لیکي چې د دوی د علم شان دا وي چې که د چا د خپو منډونه وویني نو ورته معلومیږي چې دغه کس جنتي وو که دوزخي. شاه ولی الله په فیض الحرمین کې د خپل ځان په هکله لیکي چې ما خوب ولید چې د قایم الزمان په منصب فایز شوم. ددې نه زما مقصد دا دی چې کله الله پاک د خپل د خیر نظام نه د څه شي اراده کوي نو د خپل مقصد د پوره کولو لپاره به زما څخه کار اخلي.

یو طرف دین او د هغه ماخذونه دي او بل اړخ ته د فنا او د بقا دغه لطایف دي چې د صوفیانو د ژوند یوه مکمله فلسفه ده. د صوفیانو استدلال دا دی چې مونږ دا هر څه د هغه ځایه تر لاسو کوو د کومې چې فرښتې او انبېا اخذ کوي. که پرې اعتراض کوې نو درته وایي چې دا د هغو خپل مشاهدات دي چې عوام پرې نه پوهیږي او نه هم د عوامو سره کومه اړیکه لري‌.

خبره به هله سمه شي چې ددې علم کړۍ رسول الله ص ته ورسي. ددې کار لپاره چې په صوفي تفسیر کې کومه تشریح نزدې هر ځاې کې شویده هغه دا ده چې یانې حقیقت الحقایق د رسول الله ص د صحبت نه د رسول الله صحابوو ته د رسول پاک د انوارو په ذریعه پخپله منتقل شو او حضرت علی رضی ددغه علم آمین مقرر شو. بیا د‌حضرت علی نه خواجه بصري دغه علم تر لاسه کړو. پدې خبره محدیثینو نیوکه وکړه چې حسن بصري خو حضرت علي ندی لیدلی نو د علم انتقال څنګه وشو؟ ددې خبرې جواب تر شاه ولی الله پورې چا نه وو ورکړې چې بالاخره هغوۍ د يوې بلې زاويې نه په خپل کتاب «الطاف القدس» کې ورکړ. هغوۍ لیکي چې دا علم سید اللطایف حضرت جنید بغدادي د رسول پاک ص څخه حاصل کړو. اما څنګه یې حاصل کړو، ددې لپاره یو مثال ورکوي چې یوه خربوزه د خپلې ودې لپاره د لمر نه فیض کسب کوي اما پداسې طریقه چې نه لمر ته مالومه وي چې په زمکه باندې د خربوزې د ودې په پروسه کې ونډه اخلي او نه هم خربوزې ته مالومه وي چې دده وده د لمر د وجې نه کیږي. دا علم (تصوف) حضرت جنید بغدادي پدې طریقه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه تر لاسه کړو. بله پوښتنه دا راولاړيږي چې دا خبره به څنګه مالومه شي چې علم تر لاسه شو نو شاه صاحب ددې په جواب کې وایي چې کله الله پاک خپل پیغمبر زمکې ته رالیږي نو ددغه پیغمبر نه دوه قسمه علوم صادریږي. یو هغه علم چې شعوري او د پیغمبر شریعت ورته ویل کیږي او بل هغه علم دی چې د نبي د ذات نه صادریږي. ددغه علم نه خو نه نبی خبر وي او نه ترې هغه څوک چې ددغه علم نه فیض اخلي. اما په کائناتو کې چې کوم ذکي طباېع وي هغوۍ دغه عنایت پیژني ولې کوم پیغام یا کلام منځ ته نه راځي. (یانې په خپله نبی ص ذکي طبعيت نه وي چې پدې پوه شي چې دده نه څه شی صادریږي. مطلب دا چې د نبی نه هم زیات ذکي طباېع وجود لري)
حاصل د کلام دا شو چې رسول الله ص په زمانه کې خلکو ته دغه علم د رسول پاک د صحبت نه حاصلیدو اما کله چې وروسته ددغه علم حصول خلکو ته مشکل شو نو همدا اهل تصوف وو چې د خپل اجتهاد په زور یې ددې علم د زده کړې طریقي ایجاد کړې او بالاخره د یو مسلک په شکل کې ترتیب شو او د طريقت نوم یې ورکړو.

د خبرې لنډیز

ددین په باره‌کې مونږ ته جوته ده چې دا دین مونږ ته محمد ص په ذریعه الله پاک راکړیدی. قرآن پاک چې مونږ یې د الله پاک کتاب منو هغه د رسول پاک په ذریعه رارسیدلی دی. بیا سنت هم مونږ ته د رسول پاک په واسطه رامنتقل شویدی. دا دین چې مونږ ته الله پاک راکړی دی ددې د یو اهم ماخذ یانې قرآن ساتنه الله پاک پخپله په غاړه اخستي ده او ددې کتاب په هکله زمونږ ایمان دی چې دا هماغه کتاب دی چې په نبی ص نازل شویدی او ددې کتاب په یو ټکي کی هم مونږ ته کوم شک او شوبه نشته. ددې کتاب نه وروسته سنت مونږ ته د مسلمانانو د‌جم غفیر په اجماع رامنتقل شویدي. دین هماغه دی کوم ته چې رسول پاک دین ویلی دی. ددې نه پرته هیڅ شخص، هیڅ ډلې او هیڅ هستۍ ته دا حق ندی حاصل چې د قرآن و سنت نه خارج کوم بل څه ته دین ووایي.

د تصوف آغاز لکه چې مخکې مو وویل ددې وجې وشو چې په لمړني دور کې د ریاستي غوښتنو له کبله چې کله فقهې ته عروج ورپه برخه شو نو خلکو فکر وکړ چې د دین د احکامو په ظاهر باندې خو ډیر ټینګار کیږي اما ددې احکامو د وجې چې د باطن د بدلون کوم مقاصد دي هغه نالیدلي نیول کیږي. یانې ددې اعمالو په ذریعه دې احسان، عاجزي، اخوت، عفوه، مینه، ایثار، ذهد، تقوی، تجربه او توکل تر لاسه شي تر څو انسان د خپل خالق سره غښتلې اړیکې ټینګي کړي، او د خپلو باطني رذایلو څخه ځان خلاص کړي تر څو په دنيا او اخرت کې خلاصی ومومي. دا خبره په خپل ځاې کې سمه ده او د تصوف د مقاصدو تعین هم په خپل ځاې کې سم دی اما ددې لپاره یې چه کومه فلسفه تیاره کړیده د هغې لپاره په قرآن او سنت کې کوم اساس نشته. لهذا دا په هیڅ صورت کې دین نشي منل کېدې. که تصوف د احسان د مرتبې د لاس ته راوړنې ذریعه وي نو خبره بلکل سمه ده. د مسلمان په صفت مونږ هر یو باید د خپل خداې سره تعلق پیدا کړو او هغه ته د نږدې کیدو لپاره هلې ځلې وکړو. خپل ځان د باطني خبایثو څخه پاک کړو او د خپلو اخلاقو تطهیر هم وکړو.
دا هم باید وویل شي چې ددې تعلق د پیاوړتیا لپاره او یا هم د خپل مذهبی شعور د ودې لپاره چې متصوفین کوم اعمال اشغال او مراقبې ترتیب کړې وې دا یې قصدا د قرآن او سنت پر ضد ندي کړي. د هغوۍ په نیت نیوکه هیڅ کله هم مقصود ندی بلکه کله چې مونږ ددوی تصنیفات د قرآن او سنت سره پرتله کوو نو ډیر شیان پکې د قرآن و سنت سره په ټکر کې وینو. زما په څیر کم فهمه کس خو به دا ووایي چې دلته غلطي شویده اما د تصوف سره مربوط کس شاید دغه مقایسه او زما اعتراض زما په کمعقلۍ او کم پوهۍ محمول کړي او د خبرې به یو داسې توضیح وکړي چې په کلام کې چرته وجود نه لري.

نو پکارده چې کله مونږ ته کوم شیخ یا پیر د کوم ورد، چیلې یا بیعت یا ځانګړي ذکر اصرار کوي نو پکار ده چې ددغه شیانو نسبت د رسول پاک سره ثابت کړي. که یې ثابت نه کړی شو نو چې هر څومره لوې شیخ ولې نه وي د هغه کومه مکاشفه یا مشاهده ، یا کومه الوتنه به د دین نه باهر یو شی وي، ولو که د دین سره متصادم هم نه وي. دا به ددغه شیخ شخصي تجربه وي چې د نورو لپاره پرې عمل کول لازم ندي.

دا پوښتنه البته خامخا راپورته کیږي چې تصوف د افلاطونیت نه واخله تر یهودیت پورې په یو شکل کې وجود لرلی دی نو بیا دا کار څنګه مسترد کولی شو؟
پدې هکله د‌ماهرینو نظر دی چې مذهبي شعور د انسان په خلقت کې اښکل شویدی، یا په نورو ټکو ، ښه توب د انسان په جبلت کې اښکل شویدی لهذا انسان هر وخت خپل خالق ته د نږدې کیدو کوشش کوي او ددغه کوشش په نتیجه کې یې تصوف ایجاد کړیدی چې مثالونه یې د نړۍ په هر مذهب کې موندل کیږي. همدا لامل دی چې نه یوازې دا چې په ټولو مذهبونو کې د تصوف مقاصد یو شان دي بلکه ددې تجربې، اشغال او تطبیق هم د یو بل نه اغیزه اخستې ده. د کلامي فلسفې په توګه د تصوف سمون د دین سره تر هغه ناممکنه دی تر څو چې د تصوف د امهات کتب د عباراتو داسې تشریح ونشي چې په متن کې وجود ونه لري. د بده مرغه د تصوف سایلین او قایلین همدا کار کوي. هغوۍ تاسې ته د شعر هغه مفهوم در ښایي چې د هغه شعر په ټکو کې د سره موجود نه وي.

د احسان د مرتبې تر حده په تصوف کې کوم قباحت نشته تر څو چې ددین او شریعت خلاف نه وي.

د دې مقالې لومړۍ برخه دلته کتلای شئ

تصوف، د دین د حقیقت او کلامي فلسفې ترمنځ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply