خدای او ارتقاء

ژباړه او تلخیص: ادریس ماموندزی

1,337

د برټرنډ رسل Bertrand Russell په څیر ډیر مستشرقین د دې وجې د خداې شتون ردوي چې ګنې د ډارون د ارتقا نظریې د خداې شتون ته څه اړه نده پریښې. باید په نظر کې ونیسو چې د ملحدینو ستونزه د خداې سره نه بلکه د مذهب یا دین سره ده. برټرنډ رسل په خپل کتاب Marriage and Morals واده او اخلاق کې لیکي
I am firmly convinced that religions do harm as I am that they are untrue.
زه په کلکه قانع یم چې مذهبونه نه یوازې مضر دي بلکې غلط هم دي.

د ایوازې د برټرنډ رسل ستونزه نده بلکه د الحاد اکثره پلویان د مذهب پهکله همدغه نظر لري. دوې د مذهب په ضد دوه دلایل وړاندې کوي. یو دا چې مذهبي خلک د خپلو عقایدو په ضد نه کوم تثبیت شوی حقیقت مني او نه هم کوم عقلي استدلال. دویم دا چې مذهبي خلک خپل ناقدین او د علم او عقل ناطقان کله وژني اوکله یې زنداني کوي. کله د هغو کتابونه سوزي او کله هم د تشدد نه کار اخلي تر څو مخه یې ونیسي. دغه راز مذهبي خلک د نورو مذهبونو په ضد همدغه چلن پکار اچوي تر څو پرې برلاسه شي او یایې له‌منځه ویسي. دا هغه دوه علتونه دي چې د لامله یې ملحدین مذهب په ناحقه او زیان رسونکی ګڼي. چون د مذهب تصور د خداې سره تړلی دی نو ځکه د خداې د شتون نه هم انکار کوي.

د اسلام ځواب

د ملحدینو دغه اعتقاد ته په کتو سره اړینه ده چې لمړی دا نظر تحلیل کړو چې ایا حقیقي او معقول هم دی. پدې لړ کې د ارتقا هغه نظریه چې د کومې له وجې چې ملحدین پدې فکر دي چې ګنې ډارون ، معاذالله، خداې وواژه. ددې تحلیل نه مخکې دا ښودل اړین بولم چې د کوم خداې د مرګ خبره چې ملحدین کوي هغه د‌مسیحیانو هغه خداې دی چا چې زمکه په ۴۰۰۴ قبل مسیح کې د اکتوبر په دویشتم ماښام جوړه کړه او بیا د سهر او ماښام په وقفه کې یې ټول مخلوقات پیدا کړل او بیا یې د اونۍ په شپږو ورځو کې ټول کاینات جوړ کړل او بیایې اوومه ورځ ارام وکړ. ښکارندویه ده چې کله د مذهب په نوم دغه شان ادعاوې کیږي نو نتیجه به هماغه وي کومه چې مخکې ذکر شوه.
بیا هم د قران د نزول نه وروسته د خداې په موقف د پوهیدو یوازنۍ ذریعه همدغه کتاب دی. کله چې مونږ قران مجید مطالعه کوو نو راته ښکاري چې دا کتاب هم د کایناتو تخلیق، د انسان او نورو مخلوقاتو پیداوښت او د انفس او افاق په اثارو بحث کوي. جالبه خبره داده چې د قران یوه خبره هم داسې نشته چې د ساینس تراوسه پورې پر مختګ غلطه ثابته کړې وي.
ددې برعکس داسې احساسېږي چې قران د خپل ازلي او ابدي اسلوب په رڼا کې د‌هغو ټولو سوالونو ځوابونه ورکوي چې د انسان په مغزو کې د الحادي فکر له وجې راپیدا شویدي. قران په هره خوا کې د قدرت، ربوبیت، او حکمت خورو نښانو په رڼا کې یو څرګند صداقت د خلکو مخې ته ږدي. هغه نښانې دا دي چې دا کاینات چې د اضدادو مجموعه ده او د بیلابېلو عناصرو نه تشکیل شویدي او ددغو عناصرو ټول زور او ځواک د ژوند لپاره د مرګ پیغام راوړي ناڅاپه ددې زمکې د کرې لپاره یو بل شان شکل غوره کوي. دلته دغه کایناتي زواکونه او عناصر د ژوند د پرمختګ او بقا لپاره په خدمت مامور دي. د قران دعوه ده چې دا هر څه د الله رب العالمین ذات کړیدي.
اوس برټرنډ رسل څنګه دا دعوه کوي چې ارتقاء د خداې شتون باطل کړیدی. د موصوف استدلال د هغه په خپلو ټکو کې داسې دی:
(داسې نده چې چې ګنې د ژوند چاپیریال د ژوند لپاره تیار او سم شویدی بلکه ددې چاپیریال د وجې ژوند وزیږید او بېا په زمکه کې په مختلفو اشکالو کې خپور شو. لهذا د کایناتو د‌نظم یا ډیزاین په اساس د خداې د شتون خبره بې ثبوته‌ ده)
Its not that their environment was made to be suitable to them, but that they grew to be suitable to it, and that is the basis of adaption. There is no evidence of design about it.
(Why I am not a Christian)

د‌ رسل دغه استدلال په ظاهره ډیر قوي ښکاري خو په حقیقت کې ددې نه کمزورې خبره بله کیدی نشي. که دغه استدلال رښتیا دی نو بیا خو پکار وه چې په سپوږمۍ کې د سپوږمۍ د چاپیریال سره سم هم یو ژوند وده کړې وه. هکذا په مریخ او نورو سیارو کې د هغوې د چاپیریال سره سم ژوند وده کړې وه. اما مونږ ته معلومه ده چې حقیقت داسې ندی. انسان سپوږمۍ ته وخوت او د انسان په لاس جوړ شوي ماشینونه په مریخ کې وګرزیدل او مصنوعي ستوري زمونږ د لمریز نظام نه تاو راتاو شو خو په هیڅ بل ځاې کې یې ژوند ونه موند. د الحادي منطق په اساس باید ژوند په هره سیاره کې وده کړې وه.
رښتیا خبره داده چې د ژوند تخلیق او بقا لپاره یو ځانګړی چاپیریال اړین دی. که د ژوند تشریح داسې وکړو چې دا د یو چاپیریال نتیجه ده نو دویمه پوښتنه به دا وي چې دا چاپیریال چا جوړ کړ. پخپله ساینس پوهان پدې متفق دي چې د ژوند د تخلیق او ودې لپاره په یوه سیاره کې بې شمیره عواملو ته اړتیاده. د ۱۹۶۰ په لسیزه کې د فلکیاتو یو مشهور ساینس پوه کارن ساګان چې پخپله هم ملحد وو، دغه عوامل دوه ښودلي. اما اوس دغه عوامل د سلو نه زیات ښودل شویدي او دا لړۍ لا روانه ده چې د ساینسي پرمختګ سره به نور هم زیات شي. ددې متنوع عواملو په یوه سیاره کې راټولیدل او هغه هم په تصادفي توګه په خالصه حسابي methemetical توګه هم ډیر مشکل بلکه ناممکن دي. بیا ستونزه یوازې د ژوند تخلیق نده بلکه د کایناتو د تخلیق او بقا ده. دا کاینات چې د کومو اجزاوو نه جوړ دي هغه چې تر څو پورې په یو معلوم او ځانګړي ترکیب او ترتیب کې نه وي ، دا کاینات نه جوړیدی شي او نه باقي پاتې کیدی شي.

د خداې منل یوه عقلي تقاضا.

دیو پنځ حرفیز نوم «الیاس» د تصادفي تشکیل لپاره ۷٫۸۹۳,۰۰۰ انفرادي حروفو د لیکلو ضرورت دی نو هله به د الیاس نوم په تصادفي توګه تشکیل شي. دا یوازې د یو نوم په تصادفي توګه د تشکیلیدو حال دی. بل طرف ته د کایناتو پشان ډیر وسیع ځاې او بیا په دغو کایناتو کې د لا یتناهي اتومونو، مالیکیولو او عناصرو او د هغه څخه جوړ شوي عوامل شتون لري . بیا په دغه راز وسیع کاینانو کې د ژوند راټوکیدل او بیا د ژوند لپاره د دوه سوه نه زیات عوامل راغونډیدل او هغه هم په تصادفي ډول څنګه امکان لري؟ په کایناتو کې د‌ موجودو سیارو شمیر که ملیاردونه د ملیاردونو سره ضرب کړو بیا هم به د سیارو شمیره زیاته وي. ددغومره بې شمیره سیارو دپاره لازم عوامل په تصادفي توګه شتون څنګه ممکن دي.
؟ مونږ په پوره باور ویلی شو چې په اوسني‌عصر کې چې ساینس د کایناتو پهکله کوم حقایق راسپړلي دي د هغو په رڼا کې د‌ یو خالق او Creator منل کومه ړنده عقیده نده بلکه د عقل یوه لازمي غوښتنه ده. البته د خداې نه انکار کول یوه ړنده عقیده ده او هم د علم او عقل په ضد ده

د خداې منل یو عقلي غوښتنه ده.
ددې خبرې په د لیل د ملحدینو د استدلال نه یوه بیلګه داده چې دوې کله د ارتقاء د نطریې په رڼا کې د‌ژوند‌ تنوع او پیچلتوب تشریح کوي نو ددې خبرې په کولو مجبوریږي چې ووایي چې فطرت په پلانکي وخت کې دا وکړل او په پلانکي وخت کې یې هغه وکړل. ددې خبرې اسان مطلب دا دی چې اهل مذهب چې کله دغه شان تشریح کوي هغوۍ د خداې نوم اخلي ولې ملحدین په دغه شان ځایونو کې د فطرت ذکر کوي. دوې د فطرت نه د خداې کارونه اخلي خو نه ورته خداې ویلی شي او نه یې منلی شي.
ددې د پاسه ملحدین د کایناتو نظم او ترتیب د فزیکي یا بیولوژیکي قوانینو نتیجه ګڼي. بیا نو پوښتنه پیدا کیږي چې دومره غښتلي او د حکمت نه ډک قوانین چا جوړ کړل. ملحدین وایي کايناتو د خپل ۱۳ اشاریه ۷ ملیارده کلونو په ژوند کې دغه قوانین پخپله جوړ کړل. زمونږ جواب به دا وي چې تاسې د خداې کارونه د کایناتو نه اخلۍ او د خپل خداې نوم مو کاینات کیښود. البته پدې پوه شۍ چې ستاسې دغه خداې د یو بت نه مختلف نه دی. ستاسې خداې هم د بت په څیر بې جان او بې شعوره ماده ده.
هسې د لوستونکو د پاره باید ووایم چې د‌کایناتو خپل قوانین په ملیاردونو کلونو کې جوړول هم یوه بې بنسټه او هوایي خبره ده. ساینس خو وایي چې د بګ بینګ په لمړنۍ لمحه کې دننه طبعي قوانینو خپل کار شورو کړ. که داسې نه وه نو کاینات به د پیداوښت په لمړنۍ لمحه کې ختم شوي وی. د ساینس هر محصل پدې پوهیږي چې پدې کایناتو کې څلور اساسي زواکونه په کار اخته دي. ۱. د جاذبې قوه. ۲. برقي مقناطیشي قوه Electromagnetic force.
دریم غښتلی نیوکلیایي قوه او څلورم کمزورې نیوکلیایي قوه.
ساینسپوهان وایي چې دغه قواوې د بګ بینګ په لمړنۍ لمحه کې فعاله شوې. او ددغو قواوو مقدار او اندازه هم په اولنۍ لمحه کې متعین شوه. پوښتنه دا ده چې په دې دومره کم وخت کې ارتقاء څنګه ممکنه شوه؟
دا یوازې او یوازې د یو خپلواک، غښتلي، پوه او دانا ذات کار دی.

په مذهب باندې د اعتراضاتو حقیقت.

د ملحدینو په مذهب باندې دوه اعتراضات دي. هغه دا چې مذهب د عقل مخالف دی او دا چې مذهبي خلک ډیره تنګه سینه لري او ډیر کرکجن دي‌. جواب یې دا دی چې په دې نړۍ کې د مذهب په نوم دوه شیان دي . یو د خداې نازل شوی مذهب چې په قران مجید او د نبي د سیرت په کتابونو کې موندل کیږي، او بل هغه مذهب دې چې ددنیا د ټولو مذهبي ډلو د مسلمانانو په شمول اختیار کړیدی. همدا هغه مذهب دی چې نړیوالو ته رامخامخ کیږي. د مدعا د تفهیم د پاره به یې په دوه برخو وویشو. یو الهامي مذهب او بل انساني مذهب. د بده مرغه ملحدین په هغه مذهب اعتراض کوي چې انساني دی او اکثر یې اعتراض حقیقت هم لري‌. د انسان فکري اختراعات اکثر په مذهب کې دغه ستونزې رامنځ ته کوي.
ولې الهامي مذهب چې د اسلام دین دی د خپل اصلي تعلیم د لحاظه په یو مختلف ځاې ولاړ دی.
قران په یو داسې ځاې کې نازل شو چې د هغه ځاې خلک یې مننونکي نه وو. د قران سره د خپلې خبرې د تقویې د پاره بس یوه لاره وه او هغه دا چې خپله خبره په د لایلو ثابته کړي. لهذا د قران دعوت نه یوازې په عقلي دلایلو ولاړ دی بلکه په تکرار سره وایي چې که حقیقت د اسلام د دعوت نه مخالف وي نو رامخې ته یې کړۍ. که کوم دلېل لرۍ نو هغه هم رامخې ته کړۍ. که حقیقت د قران د دعوت نه مختلف وي نو نبي ته وحې کیږي چې ورته ووایه چې زه (نبي) به یې درسره د هرچا نه مخکې منم. ددې نه زیات معقولیت او د عقلي استدلال تګلاره به بله کومه وي؟
تر کومه چې د تشدد او تنګزړتیا خبره ده نو قران پدیهکله یو بې ساری قانون وضع کړیدی او هغه د لااکراه فی الدین قانون دی. یعنې په دین کې جبر نشته. مذهب د انسان او الله تر منځ معامله ده. که څوک یې مني ودې مني او که نه نو نه. د الله کار دا دی چې خلکو ته حق ورسوي او هغوۍ پرې پوه کړي. دا دنیا د ازمیښت لپاره جوړه شویده. دلته هر څوک ازاد دي که زړه یې غواړي نو دا رښتیا دین دې ومني او که زړه یې نه غواړي نو ندې مني. ددې اقرار یا انکار سزا او جزا به په دې دنیا کې نه وي البته یوه ورځ راتلونکې ده چې الله پاک به ټولې پردې اوچتې کړي ا وپخپله به راڅرګند شي. هغه ورځ به هیڅوک د هغه د شتون نه انکار ونکړی شي. ههه ورځ به پوښتنه وشي چې زما درکړ شوې ازادي او نعمتونه دې زما په بندګۍ کې مصرف کړل او که زما په انکار او سرکشۍ کې. څوک چې نافرمانه وي هغوۍ به خپل انجام ومومي . پاتې شو د نیکۍ او بندګۍ په لار تلونکي نو هغو ته به د اټول کاینات ور وسپارل شي.
اصل ستونزه دا نده چې حقیقت او دلایل نشته. اصل ستونزه هغه انساني مذاهب دي چې د خداې په نوم جوړ شویدي او خلکو ته غیر عقلي خبرې ښایي او د کرکې او تشدد درسونه ورکوي. الهامي مذهب نه یوازي عقلي مذهب‌دی بلکې‌د ازادۍ بیرغ وړونکی دی. همدغه اسلام دی او تر قیامته د انسان لپاره بس دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.