میتا وايي د ‘خطرناکو سازمانونو د پالیسۍ’ په اساس يې د ط.. البانو د ملي راډیو تلویزون پاڼې بندې کړې

596

په اړه یې بشپړ راپور: میتا وايي د ‘خطرناکو سازمانونو د پالیسۍ’ په اساس يې د ط.. البانو د ملي راډیو تلویزون پاڼې بندې کړې.

د میتا ټولنیزه شبکه چې، فیسبوک او انستاګرام یې برخې دي، امریکا غږ ته د ط.. البانو د حکومت د ملي راډیو تلویزون د فیسبوک پاڼو او انستاګرام د حسابونو بندول تائید کړل.

د میتا ادارې د افغانستان د ملي راډیو تلویزون د پاڼو د بندولو د علت معلومولو په اړه د امریکا غږ ایمیل ته په ځواب کې ویلي چې دغو پاڼو د هغوی د تګلارې خلاف محتوا خپروله.

په ایمیل کې د میتا د ویاند له خولې لیکل شوي دي: «د متحدو ایالتونو د قانون په اساس ط.. البان د تـ.ـ.ـرهګ ـ.ـ.ـر سازمان په توګه پېژندل کېږي او زموږ د خطرناکو سازمانونو د پالیسۍ په اساس زموږ د خدماتو له کارولو بند دي. دا په دې مانا ده چې موږ د ط.. البانو او د هغوی په نمایندګۍ حسابونه ختموو او د هغوی استازیتوب، ملاتړ او ستاینې بندوو.»

د میتا ټولنیزه شبکه وايي چې د یو شمېر سیمه ایزو او نړیوالو متخصصانو سره یې په دې اړه له سلا مشورو وروسته، ټولو توافق کړی چې دا پاڼې«تاوتریخوالي ته د دعوت او د مخالفانو د سر پرې کولو، له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د ښځو او نورو په ضد د ځپونکيو پالیسیو د توجیه کولو» په ګډون د خطرناکې محتوا په خپرولو کې دخیلې وې. وايي متخصصانو یې تائید کړې ده چې په دغو پاڼو کې «خپرېدونکې زیان اړوونکې محتوا» له خبرونو سره تړاو نه لرله.

د میټا ادارې په مشخص ډول د ملي راډیو تلویزون کومه خپرونه یاده کړې نه ده.

په دې وروستیو کې د ط.. البانو حکومت په کابل کې د «دینـ.ـ.ـ ی عـ.ـ الما.نـ.ـ.و» غونډه بللې وه چې د هرات م مـ.ـ جیـ ـ ب الرحـ.ـ ـ.من انـ.ـ ـصـ.ـاري په کې په ښکاره وویل چې « دینـ.ـ ـ ي عالمـ.ـ.ـ.ان دې داسې فتوا خپره کړي څوک چې د ط.. البانـ/.ـ.و په مقابل کې درېږي، باید سـ ــ..ر یـ ـ.ې غــ/ ـ.ـ.وڅ کـ.ـ.ړل» شـ./ـ.ي. دا وینا هم د ملي راډیو تلویزون په پاڼو خپره شوې وه.

د ط.. البانو له راتګ وروسته، هغه خلکو چې دا دا پاڼې یې څارلې، وايي چې ط.. البانو په دغو پاڼو کې د « خپل حکومت لاس ته راوړنې، ځواک ښودنې، تبلیغات» او دا ډول نور مسائیل خپرول. ط.. البانو همدغه راز د خپلو جنګیـ.ـ.ـ ـالیو «پوځي تمرینونه او د خپلو مشرانو د لمانځني مراسم او په خپل توصیف کې او د خپلو مخالفانو په غندلو کې ترانـ ـ.ـ ې او نوره محتوا هم خپروله». دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې لا د ط.. البانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

د میتا شبکه دا مني چې فیسبوک او انستاګرام د افغانانو لپاره د افهام او تفهیم او د یو بل د خبرېدو مهمې وسیلې دي، دا شبکه وايي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، له دغه هېواد سره یې په بشري او حفاظتي برخو کې څه باندې څلور میلیون ډالر مرسته هم کړې ده.

د ط.. البانو د حکومت د ملي راډیو تلویزون مشر احـ.ـ.ـ.مدالله وثیـ.ـ.ـ. ق په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د ملی راډیو تلویزون «د ټولنيزو شبکو تړل او محدودول د ټولو رسنيزو اصولو او د بیان د ازادۍ خلاف عمل دی». ده لیکلي دي چې «ملي راډیو تلویزون د خلکو رسنۍ» ده.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزون دغه ټولنیزې شبکې، چې په پښتو او درې یې خپرونې لرلې، د مخکني حکومت په مهال ډېرې فعالې شوې او میلیونونه لوستونکي او لیدونکي یې لرل.

د افغانستان د ملي راډیو تلویزون مخکني مشر اسماعیل میاخېل امریکا غږ ته وویل چې هغوی د ط.. البانو حکومت ته ویلي وو چې «ملي راډیو تلویزون دې د خپلو تبلیغاتو» وسیله نه ګرځوي.

ښاغلي میاخېل د وټس آپ له لارې د ملي راډیو تلویزون د پاڼو د بندولو په اړه امریکا غږ ته وویل: «د ملي راډیو تلویزیون پر فیسبوک پاڼو بندیدو هم خواشینی شوم او هم خوشحاله. خفه په دې یم چې دغه پاڼې د ملت پاڼې وې چې زموږ همکارانو ورته شپه او ورځ په ډېر صداقت کار وکړ. له همدې پاڼو یې د افغانستان نوې څېره چې هیلې یې زېږولې وطنوالو او نړیوالو ته وړاندې کولې. خو متاسفانه په دې وروستیو کې یې بڼه تر ډېره د ط.. البانو د تبلیغاتو په رسنۍ بدله شوې وه.»

ط.. البانو د دغو پاڼو د بیا فعالېدو غوښتنه کړې ده، خو د میتا ادارې نه دي ویلي که د ط.. البانو حکومت د دوی په شرایطو برابر معلومات او محتوا خپاره کړي، دا پاڼې به بېرته فعالې کړي که نه.

د میتا اداره تر دې مخکې هم د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د حسابونو په ګډون د مهمو سیاسي، هنري او نورو اشخاصو او ادارو په زرګونه حسابونه تړلي او ویلي دي چې دا حسابونه د دوی د پالیسۍ خلاف معلومات او محتوا خپرول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.