ټویټر کې کمپاین: له ۴۳ زرو ډېرو افغانانو له ټویټر شبکې څخه غوښتې چې د ط.. /البانو پاڼې وتړې.
پر ټویټر د ط.. /البانو بندیز په دوهمه ورځ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه تر ۴۳ زرو ډېر کسانو کمپاین کړی او پر ټویټر شبکه یې غږ کړی، چې د تـ..ـرهـ.ګرې ډلي یعني د ط.. /البانو د ټویټر پاڼې وتړې.
له هغه وروسته، چې د میتا ادارې په فیسبوک او انستاګرام کې د ط.. /البانو د حکومت د ملي راډیو تلویزون او باختر اژانس پاڼې وتړلې، یو شمېر افغانان د ټویټر له شبکې څخه غواړي چې ورته اقدام وکړي، خو د ط.. /البانو پلـ.ویان دا «تبلیغات» او د بیان او رسنیو د ازادۍ خلاف بولي.
په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فیسبوک کې یو شمېر افغانانو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۱ (چنګاښ۳۰) یو کمپاین پیل کړی او د ټویټر له شبکې څخه د ط.. / البانو د حسابونو د بندولو غوښتنه کوي.
دغو افغانانو په انګلیسي کې د « #BanTaliban» په نامه یو هشټګ جوړ کړی دی چې د دغه راپور تر لیکلو پورې لسګونه زره خلکو په خپلو ټویټونو کې کارولی او د ټویټر له شبکې څخه یې غوښتي دي چې د ط.. /البانو حسابونه وتړي.
د دغه هشټګ اکثریت کاروونکي د ط.. /البانو د حکومت د تګلارو «خلاف بلل» کېږي چې د مخکني حکومت د چارواکو، د بشري حقونو، رسنیو او مدني ټولنو د استازو په ګډون یو شمېر عادي افغانان هم په کې شامل دي. دوی تر ډېره له افغانستان څخه د باندې دي.
هدیه ابراهیم خېل، چې ځان په ټویټر کې د ښځو د حقونو مدافع ګڼي، هم په دغه کمپاین کې برخه اخیستې ده. هغه په انګلیسي ژبه لیکلي دي: « زما نوم هدیه ده او زه د افغانستان یم. زموږ په پوهنتون باندې د ط.. /البانو له برید څخه روغه وتلې یم. زه له ټویټر څخه غواړم چې د ط.. /البانو حسابونه وتړي.»
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.