جنرال دولت وزیري ته لیک

استاد عمر پاڅون

626

په یو افغان ټلویزیون کې مې ولیدل چې حنرال دولت وزیری صیب خپل هېواد ته شتون شو.

جنرال دولت وزیري

زه وزیري صیب ته هرکلی وایم چې خپل هېواد ته لاړ. هېواد ته تګ یې په نیک فال نیسم. الله (ج) دې داسې ورځ راولي چې ټول کډوال، مهاجر او مسافر افغانان زما غوندې دګلی، رټلی، کړېدلي، شړلی او زورېدلی افغانان خپل ګران هېواد ګل هېواد ته ستانه شي، خپل هېواد کې هستوګن شي، ارامه ساه واخلي، او ارامه ژوند وکړي.

زه وزیری صیب نه پیژنم او نه مې ورسره له نژدې څخه لیدلي دي. بس په قلم یې مین یم. زه د وزیری څخه هیله لرم کور ته راستنېدو سره خپل قلم بیا په لاس کې واخلي.

د دعوت درندې ویبپاڼې کې به مې د وزیري صیب لیکنه ولیدله لومړی به مې د دې لیکنه لوستله.

رښتیا چې ټولې لیکنې یې په زړه پورې دي بیا چې د خپل هېواد فوځ په باره کې یې څه لیکلی دي.

زه د وزیري صیب څخه هیله لرم چې څه لیکي نو فوځي او نظامي برخه کې دې ولیکي ځکه چې موږ ادبي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي په کل کې ټولنیز او سیاسي خورا ډیر لیکوالان لرو خدای دې لاپسې ډیر کړي قلم یې تاند غواړم. ولې په فوځي او نظامي  برخه کې زموږ لیکوالان په اوړو کې د مالګې مثال لري.

زه جنرال صیب ته یو ځل بیا هرکلی وایم او هیله مې همدا ده پښتو ژبې ته فوځي څیړنیز کتابونه ولیکي او وژباړي.

د لوی خدای (ج) په دربار کې زه د جنرال وزیري صیب فوځي او نظامي قلم تیز او ژوند یې اوږد غواړم.

شتوتګارت، جرمني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.