د دوستی فرهنگی ټولنې د مبارکی پيغام

103

سويډن – مالمو

د۲۰۲۴ز کال داپريل ۸

خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی / داپه چاباندي اختردی خداي خبردی

استاد پژواک

درنو دوستانو اخترمو بختور شه !

وطنداران مسلمان و متدين !

عید سعید فطر رابه همه شما وهمه اعضاي فاميل و دوستان شما از صمیم قلب تبریک و تهنیت عرض نموده ، از بارگاه خداوند متعال یک عيد خوب وخوش استدعا مينمایم .

سپېڅلو او پتمنو هيوادوالوو!

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې د مشرتابه جرگې په استازيتوب ، تاسو شرافتمندو افغانانو، ستاسو درنوکور نيو اودوستانوته د نيکمرغه کوچنی اختردرا رسیدو له امله دزړه له کومې مبارکی اونېکې  هېلې وړاندي کوم.

تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر دمبارکيو په ويلوسره لاسونه لپه کوم اودرب العالمين له دربار نه غواړم  چي پخپل ستردرباکښي زموږ د ولس طاعت اوعبادت  قبول  او دهمدې  الاهی طاعت اوعبادت په برکت   هيوادوال ددې روان ملی ناورين اوله وحشی کړنو نه ډک ژوند نه دتل لپاره خلاص کړي، تر څو خلک مو وکولاي شي نېکمرغه،خوشحاله ژوند ولري او په هيواد کي مو ټولنيز عدالت او دموکراسی  راستنېدوته لار خلاصه شي.  پدې پوهېږ م چې زما په هيوادکي اختر هغه اختر ندی  کوم چې په کورونوکي د نوو کاليو او نکرېځو د خوښيو اوخندا ډکي خبري کېدلې، له بده مرغه زموږ د هيواد غوځ اکثريت  دروان ملی اوتپل سوي ناورين له امله دا جگړه ځپلی ولس  دغم پر لمڅي ناست او اختر ترينه هيردی . ځکه خو په حقيقت کي د چا پرخوله دمبارکی خبره نه راځی.

زموږ ولس وايي دا دچا اختر ؟

که رښتيا سره ووايو موږ اختر نلرو، موږ د غم او ويرونو پر لمڅيو ناست اوله بشری حقوقونه محروم  په کومه بهانه او کومه خوله وخاندو او يوچاته د اختر مبارکي ووايو؟

خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسووکوم چي زموږ  زورېدلی اوغمځپلۍ ولس  لدې اوسنی ناورين څخه نجات ومومی اوپه خپل هيواد کي دسولی اوثبات په شرايطوکي دهوسا او ارام ابرو منددژوند کولو امکانات ولري .

دلوڅښتن څخه غواړو اوپدې هېله  يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي .

په سويډون کښي د دوستۍ فرهنگی ټولنې مشرحبيب الله غمخور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.